د باچا امان الله خان ؛ارګ؛ چې ونیلو شو نو ټول ګلونه پکې ورېبل شول او پرځای یې سبزیانې پکې وکرلې، د جینکو ښونځي وتړل شول، د پرمختیا ټولې منصوبې ونغاړل شوې.
دا د 56.7 اربه ډالرو پروژه ده چې په کې تر ټولو زيات33.8 اربه ډالره د توانايي، 5.9 اربه ډالره د سړک، 3.7 اربه ډالره د رېل پټلۍ او ګوادر لپاره 0.7 اربه ډالره دي.
"دا وخت په هېواد کې دننه د پاکستان پر حکومت ډېر زيات فشار دی. که چيرې سعودي يې له ځان سره يو ځای کول هم غواړي نو بيا هم ولسي فشار دا دی چې پاکستان له دغې جګړې څخه پرهېز وکړي او پر خپل ځای پاتې شي"
د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه چې له کاشغره تر ګوادره به غزېږي د دې سیمې د پرمختیا او امنیت لپاره څومره ارزښت لري؟ او بله دا چې پر دې معامله، پښتون ملتپاله ګوندونو څه کردار ادا کوي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې نن پر همدې موضوع خبرې کوو چې کوربه یې شاهین بونیری دی.
د قبایلي سیمو جینکۍ لوبغاړې وایي په سکولونو او کالجونو کې د لوبو میدانونه نه لري. دوی دا هم وایي یو خو کورنۍ ورته د لوبو کولو اجازت نه ورکوي او بل په تعلیمي ادارو کې د لوبو سهولتونو هم نه لري.
قامي مبارزه پوهه غواړي ، یووالې غواړي ... د منزل پیژندنه او د مزل همت غواړي. په مهذبه نړۍ کې د یو ولس د حقونو جنګ سیاسي ګوندونه کوي. د قام ستونځې پیژندل ، د هغې د هواري لارې پیدا کول او قامي لارښودنه قامي سیاسي ګوندونه کوي.
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود ویلي دي، وزیراعظم نوازشریف د پاکستان چین د اقتصادي راهدارۍ د مغربي روټ په معامله کې ملت پاله ګوندونه تېرویستي دي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک ويلي دي چې صوبايي حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي او که مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د کوریډور لاره د خېبر پښتونخوا نه د تېرولو اجازه ورنکړي. دا خبرې نوموړي نن په پېښور کې د مدنې ټولنې پښتونخوا ولسي تحریک تر سیوري لاندې د کاشغر ګوادر اقتصاديراهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک ويلي دي چې صوبايي حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي او که مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د کوریډور لاره د خېبر پښتونخوا نه د تېرولو اجازه ورنکړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، له دوی سره د افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو مودې له غځولو پرته بله لار نشته.
د يارانو مشال په خپرونه کې د پښتو ډرامو نومیالی هنر مند سيد سردار بادشاه مېلمه دی. هغه په ټېلیوژن او راډیو کې له زرو زیاتو ډرامو کې اداکاري کړې ده. په یارانو مشال کې له نوموړي سره د هغوي د ژوند او کار په اړه خبرې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د پاکستان وزيراعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي چې په اسلام اباد کې به د جنوري له ۱۰مې تر ۱۵مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازیو غونډه جوړه شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته