په افغانستان کې د سولې لپاره په اسلام اباد کې غونډه کېږي
اسلام اباد: پاکستان وايي، په افغانستان کې د امن لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو اتور پیلولو د لارو چارو سنجولو په موخه څلور اړخیزه غونډه د دوشنبې پر ورځ کېږي. د پاکستان د بهرنيو وزارت چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل ، په اسلام اباد کې کېدونکې دې غونډه کې به د پاکستان ، افغانستان ، امريکا او چين استازي برخه اخلي. چارواکي زياتوي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خليل کرزی د خپل هېواد او اعزاز احمد چوهدري د پاکستان استازیتوب کوي. دا غونډه له هغه وروسته کېږي چې د تېر ډسمبر میاشتې پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې د آسیا زړه استنبول بهیر نومي کنفرانس په پنځه غونډه کې پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې به د سولې لپاره د خبرو اترو درېدلې لړۍ بیا پیلوي.