د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ ته د ټیکسونو نظام ورغځېدو ضد کاربنديز شوی دی


د مې پر ۱۴مه په ملاکنډ ډېوېژن کې دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي ول.
د مې پر ۱۴مه په ملاکنډ ډېوېژن کې دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي ول.

د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوداګرو سیمې ته د پاکستان د ټیکسونو (مالیو) او ګمرکي (کسټمز) محصولاتو د نظام د ممکنه نفاذ ضد کاربنديز شوی دی.

د مې پر ۱۴مه د کاربنديز پر مهال دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

پر دې مهال د نهو ضلعو شخصي تعليمي ادارو مشرانو، وکيلانو او د ځايي حکومتونو منتخب استازو هم له سوداګرو سره يوځای د کاربنديز ملاتړ کړی دی.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې قبایلي ضلعې او ملاکنډ ډېوېژن ځانګړی حیثیت ختم کړی وو نو تر پينځو کلونو پورې یې ورته ټیکسونه معاف کړي ول خو پخواني حکومت د سیمې د سوداګرو، سیاستوالانو او ولسي مشرانو تر مخالفت وروسته وویل چې هلته د ټیکسونو نظام نه غځوي.

د وزیراعظم د هغه وخت سلاکار امیر مقام د ۲۰۲۳ز کال د جون پر نهمه ویلي ول چې قبایلي ضلعې او ملاکنډ ډېوېژن د ۲۰۲۳-۲۴ز مالي کال لپاره له مالیو مستثنا دي.

د مې پر ۱۴مه د ملاکنډ په ۹ ضلعو کې د کاربنديز اعلان د تاجرانو اتحاديې کړی وو.
د مې پر ۱۴مه د ملاکنډ په ۹ ضلعو کې د کاربنديز اعلان د تاجرانو اتحاديې کړی وو.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي حکومت عموماً په جون یا کله نا کله په مې میاشت کې قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي.

اوس چې په پاکستان کې وفاقي حکومت د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال د بجټ تیارولو بهیر ته دوام ورکړی دی نو د ملاکنډ سوداګر اندېښمن دي چې ښايي اسلام اباد سږ کال هلته د مالیو نظام وروغځوي.

د باجوړ سوداګرو د مې پر ۱۳مه تر یوې غونډې وروسته خبرداری ورکړ چې که حکومت په دې ضلع کې نوي ټیکسونه ولګول نو دوی به يې پرضد احتجاج پیل کړي.

د غونډې ګډونوال او د عنایت قلعې بازار د اتحادیې مشر عمران ماهر مشال رېډیو ته وویل چې حکومت له دوی سره د ټیکسونو نه اخیستو ژمنه کړې وه خو اوس داسې اوازې دي چې په باجوړ کې به هم ټیکسونه لګول کېږي چې دوی ته د بدو مالي حالاتو له وجې د منلو وړ نه دي.

ورته غونډه د مې پر ۱۲مه، د سوات په مینګوره کې شوي چې پکې تاجرانو ویلي، ترهګرۍ او قدرتي افتونو ورته ډیر زیان رسولی دی او ترڅو یې چې کاروبارونه او پرمختیا د هېواد د نورو برخو په څیر نه وي، تر هغې ټیکسونه نه مني.

تر دې وړاندې، د ملاکنډ د سوداګرو ټولنې، د یوشمېر ګوندونو سیاستوالانو او د سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې ضلعو مشرانو د مې پر اوومه په مینګوره کې بیړنۍ غونډه وکړه او خبریالانو ته یې وویل چې هغې سیمې ته د ټیکسونو د غځېدو مخالفت کوي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د سوداګرو د تازه غوښتنو او اندېښنو په اړه څه نه دي ويلي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG