د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا پوهنتونونو پخوانيو استادانو د مالي ستونزو هوارولو غوښتنه کړې ده


د مې پر ۱۴مه په پېښور پریس کلب کې د پوهنتونونو پخواني مشران او استادان د خبري غونډې پر مهال.
د مې پر ۱۴مه په پېښور پریس کلب کې د پوهنتونونو پخواني مشران او استادان د خبري غونډې پر مهال.

د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو پخوانیو مشرانو (وایس چانسلرانو) او پروفیسرانو له حکومته د مالي ستونزو د هوارولوغوښتنه کړې ده.

هغوی د مې پر ۱۴مه، په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د پوهنتونونو د مالي ستونزو له امله يې د تقاعد په معاشونو ( پېنشنونو) کې، په بجټ کې اعلان شوې اضافې نه دي عملي شوي او د مالي ستونزو له کبله د پوهنتونونو معیار هم مخ په ښکته روان دی.

د پېښور پوهنتون پخواني مشر پروفېسر ډاکټر قبله ایاز له غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې حکومتونو له لوړو زدکړو څخه لاس اخیستی دی او دې لور ته پام نه کوی "کله پېنشن نه وي، کله تنخا نه وی، کله د تحقیق لپاره چې څه پکار وي، هغه نه وي او همدا وجه ده چې زموږ پوهنتونونه په نړیوال میدان کې وروسته پاتې شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د اعلا تعلیم لپاره د پېسو کچه لږترلږه د بنګلادېش هغې ته خو لوړه شي. که د اعلا تعلیم لپاره فنډ نه وي نو اعلا ذهنونونه به څنګه یونیورسټیو ته راشي؟"

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د نورو پوهنتونو تر څنګ د صوبې تاریخي او لوی پوهنتون "پېښور یونیورسټي" له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له مالي ستونزو سره مخامخ دی او د تنخاګانو او تقاعد (پېنشن) لپاره اړینه پانګه نه لري.

سرکاري اسناد هم ښيي چې په ۲۰۲۳ز کال کې د سرکاري پوهنتونونو مالي خسارې نورې هم زیاتې شوې دي. د خیبر پښتونخوا د ګورنر د سیکرټرېټ له ترتیب شوي راپور څخه، چې د ۲۰۲۱ز نه تر ۲۰۲۳ز کال پورې خپور شوی، څرګندېږي چې په خیبر پښتونخوا کې ۲۰ سرکاري پوهنتونونه له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او اووه پوهنتونونه په مالي خساره کې روان دي.

په دې اووه پوهنتونونو کې تر ټولو زیاته کلنۍ خساره د پېښور انجینیرنګ پوهنتون ده، او بیا په ترتیب سره پېښور پوهنتون، ګومل پوهنتون ډېره اسماعيل خان، د پېښور زرعي پوهنتون، د چارسدې باچاخان پوهنتون، د صوابۍ پوهنتون، او شهید بېنظیر بوټو پوهنتون شرینګل له مالي تاوان سره مخامخ دي.

د پوهنتونونو استادانو او کارکوونکو په وار وار د فنډونو د نه شتوالي ضد احتجاجونه کړي دي.

د پوهنتون د ښوونکو اتحادیې (پیوټا) چارواکي وایي چې تر ۱۸م اييني بدلون وروسته ورته د لوړو زدکړو وفاقي کمېشن (اېچ اي سي) پیسې نه ورکوي او صوبايي حکومت ورسره هم مرسته نه کوي.

د پاکستان کې په اساسي قانون کې تر ۱۸م بدلون وروسته، د لوړو زده کړو په برخه کې ځینې مسولیتونه له مرکزي حکومته صوبایي حکومتونو ته ولېږدول شول. تر دې مخکې، د لوړو زدکړو ټول مسوليت د مرکزي حکومت په غاړه وو.

د لوړو زدکړو کمېشن د مرکزي حکومت یوه اداره ده چې په ټوله هېواد کې د پوهنتونونو د پرمختګ او مالي مرستو مسولیت لري. هغه اداره پوهنتونونو ته د ځانګړو پروژو او تحقیق لپاره بودیجه ورکوي او د پوهنتونونو د پرمختګ او معیار لوړولو لپاره مالي مرستې برابروي.

داراز صوبای حکومت د استادانو تنخاګانې، د زیربناوو ساتنه او د نورو ورځني چارو لپاره بودیجه برابروي.

د خيبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزير وايي د پوهنتونونو د مسلو حلولو لپاره کاري ډله جوړوي.

مينا خان اپرېدي د مې پر ۱۴ مه مشال رېډيو ته وويل چې د پوهنتونونو د مالي او نورو ستونزو د حل لپاره په روانه اوونۍ کې ځانګړی ډله جوړوي. "په دې کاري ډله کې به د پوهنتونونو پخواني استادان هم شامل وي او دوی به موږ ته د مسلو د وجوهاتو او حل په اړه معلومات راکوي"

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به د خيبرپښتونخوا د لوړو زده کړو کمېشن هم جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG