د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک ويلي دي چې صوبايي حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي او که مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د کوریډور لاره د خېبر پښتونخوا نه د تېرولو اجازه ورنکړي. دا خبرې نوموړي نن په پېښور کې د مدنې ټولنې پښتونخوا ولسي تحریک تر سیوري لاندې د کاشغر ګوادر اقتصاديراهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک ويلي دي چې صوبايي حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي او که مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د کوریډور لاره د خېبر پښتونخوا نه د تېرولو اجازه ورنکړي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، له دوی سره د افغان کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو مودې له غځولو پرته بله لار نشته.
د يارانو مشال په خپرونه کې د پښتو ډرامو نومیالی هنر مند سيد سردار بادشاه مېلمه دی. هغه په ټېلیوژن او راډیو کې له زرو زیاتو ډرامو کې اداکاري کړې ده. په یارانو مشال کې له نوموړي سره د هغوي د ژوند او کار په اړه خبرې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د پاکستان وزيراعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي چې په اسلام اباد کې به د جنوري له ۱۰مې تر ۱۵مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازیو غونډه جوړه شي.
په خېبر پښتونخوا کې د چاپخانو مالکان وايي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله د پښتو په سلګونه نوي کتابونه چاپ کړي. دوی وايي، ښايي د کتاب پېرېدونکیو (اخیستونکیو) شمېر لوړه شوي وي، ځکه خو یې د چاپولو شمېره هم جګه ختلې ده.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د چارشنبې په غرمه د بلوچستان په ژوب سیمه کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د ګوادرــ کاشغر اقتصادي راهدارۍ د لوېدیځې لارې پرانستنه وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پر دې روغتون څلور اربه روپۍ لګښت راغلی دی او له افغانستانه راغلي د کېنسر ناروغان به هم علاج ترلاسه کولی شي.
د خیبر پښتونخوا د کلتور د څانګې مشر عبدالباسط ویلي، چې د پښتنو د کلتور د ودې لپاره يي د موزیک د یو پوهنځي په ګډون يي د اولسي ادب د ودې او روایتي لوبو د خوندي کولو په یو شمیر منصوبو کار پیل کړیدی.
د خبریالانو پاریس مېشته ادارې په راپور کې ویلي ـــ چې له دوه زره پنځم کال راهیسې اووه سوه او اووه اتیا خبریالان وژل شوي دي.
د سیالکوټ ترهه ګرۍ مخنیوي ادارې یو چارواکي وویل چې د داعش شپږ وسله وال یې له سیالکوټه او درې یې له ګوجرانواله نیولي دي.
په راتلونکیو دوه درې ورځو کې به د فاټا پوهنتون لپاره وایس چانسلر هم وټاکل شي او د هغه په مشرۍ کې به یې د تعمیر جوړنې چارې پرمخ وړل کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته