د پښتونخوا ملي ګوند سېنېټرعثمان کاکړ په وینا چې تر څو د ښو او بد طالبانو پالیسي نه وي بدله شي نو دا مسله به څنګه هوارېږي؟.
د باچاخان پوهنتون پر پېښه د غلام غوث بلاګ
خو کومه کومه قیصه به کوو؟ له ټکره راواخله، تر بابړې، له پېښوره تر کابله، له چتراله تر کوټې او کندهاره، له سواته تر وزیرستانه، د پېښور له سکوله تر باچاخان پوهنتونه دا ټوله سیمه یو لوی ؛کنسنټرېشن کیمپ؛
په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون ترسره شوي برید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک خپه کړي دي. په هغو پیغامونو کې چې د نړۍ یو شمير مشرانو ، پېژنل شویو شخصیتونو ، چارواکو او ادارو خپاره کړي ، دا پېښه غندل شوېده او د وژلو شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره شوېده.
مشال راډیويي مجلې په لومړۍ ګڼې کې له شاعر سیدشا سعود سره مرکه، د طالب منګل شعر، په مومندو کې د دوو کتابونو مخکتنه او پېښور کې د راجکپور حوېلۍ په اړه مطالب ځای شوي دي.
د پوهتون جووړلو مقصد د خدايي خدمتګار تحريک مشر عبدل الغفار خان باچا خان د امن او جهانې رورولې پيغام ورکول دي. د پوهتون مشر وتلي ژبپوه فضل رحيم مروت دي
پروفیسر حسن عسکري وایې چې پاکستان او افغانستان ترمینځه وس هم عدم اعتماد شته او د دې د مخنیوي لپاره د یو بیان پر ځای د یو مسلسلې سفارتکارۍ ضرورت دې.
د باړې اوسېدونکې محبوب اپرېدي له تېرو لسو کلونو راهيسې په باړه کې خبریالي کوله.
د قبایلي سیمې خېبر په وزیر ډنډ کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۲۰زیات یې ژوبل کړي دي. مرستیال پولیټېکل اجنټ وايي د ځانمرګي برید هدف په سیمه کې د کسټم یوه وړوکي پوسته وه. چاودنه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې او ولسي خلکو ته یې هم د سر او مال زیانونه اړولي دي. ټپیان د حیات اباد کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي. د برید ذمه واري چا نه ده منلې.
د قبایلي سیمو د بینظیر انکم سپورټ پروګرام مشر په وینا چې دې ښځو ته به د روزګار لپاره د سود نه پاک قرض هم ورکړې کیږي.
نن سبا په خیبر پښتونخوا کې حکومت د سکولونو له نظامه پښتو ژبه باسي او تګلاره دا ده چې ماشومان به په انګریزۍ کې زده کړې کوي. د حکومت وزیران صاحبان وايي هر څه په انګلیسي ژبه دي نو پښتو زده کولو ته اړتیا نشته.
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايي ، تر څو چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته