پر باچا خان پوهنتون تر بریدونو وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړيکې بيا ترينګلې شوې دي. دغسي يو وضعيت به دافغان سولې پر بهیر څه اغېز وکړي او که څنګه؟
افراسياب خټک وايي، د ترهګري مسيله د افغانستان په پرتله په پاکستان کې زياته جدي يا سنګينه ده.
د عوامي نیشنل ګوند يو مشر افراسياب خټک وايې، اسلام اباد د باچا خان پوهنتون د بريد پړه ځکه په افغانستان کې میشتو وسله والو لګوي چې وښيي چې ترهګري له پاکستانه دباندي ده. له نوموړي سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې او ځيني پوښتلي چې دا ځل ولې اسلام اباد په ډېره جارحانه توګه وايي چې بريد په افغانستان کې پلان شوی وو؟
د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان وايي د جنرل راحیل شریف فیصله په هېواد کې د جمهوریت لپاره يو ښه پيغام دی.
پر باچاخان پوهنتون له بریدوروسته په پښتونخوا کې د پوهنتونونو انتظامیه د امنیت ټینګ ساتلو لپاره حکومت ته ځیني سیفارښتنې کړي دي.
پر باچاخان پوهنتون له برید وروسته په پښتونخوا کې د پوهنتونونو انتظامیه د امنیت ټینګ ساتلو لپاره حکومت ته ځیني سیفارښتنې کړي دي. د کرښې پر غاړه کې پر دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
په پاکستان کې حکومت او پوځ سختدریځۍ ته له یوې عدسې یا نظره ګوري او د ټولنې تنزل او وېش موضوع له پامه غورځوي چې له کبله یې سختدریځي پیاوړي کېږي
میرانشاه بازار چې نزدي څورلس سوه دکانونه وو، نن د یو میدان یا لوبغالي په شان ښکاره کېږي.
که چېرې غواړئ نن سبا په ټوله نړۍ کې یو بې وسه قام ووینی او یا د یو قام بې وسي لیدل غواړی نو پښتونخوا ته ولاړ شئ. دا هغه پښتونخوا ده چې لرغونې اثار لري، د خوشال حان خټک او رحمان بابا غوندې خلک یې پیدا کړي دي، د غني خان غوندې فکر لرونکې یې نړۍ ته ښودلي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته