د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران سعودي کړکېچ په اړه د افغان حکومت څرګندونې یو طرفه دي


د سیاسي چارو پوه او پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار
د سیاسي چارو پوه او پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار

پراګ - افغان حکومت د سعودي عرب او ایران ((د اړیکو پر ترینګلتیا)) د خواشینۍ څرګندونه کړې.

د ولسمشر له دفتره په خپور شوي پروني بیان کې په ایران کې د سعودي عرب پر سفارت او قونصلګرۍ د مظاهره کوونکو حملې ته په اشاره ویل شوي، ((د ویانا د ډېپلوماټیکو اړیکو له نړیوال کنوېنشن)) سره سم، دا د هر هېواد دنده ده چې د سفارتونو او ډېپلوماټانو ساتنه باوري کړي.

بیان وايي، د سعودي عرب پر سفارت او قونصلګرۍ برید له یاد کنوېنشن سره په ټکر کې دی.

تر دې مخکې د یمن شخړې په موضوع کې هم افغان ولسمشر په خپل بیان کې ویلي ول چې د هېواد به یې د سعودي عرب ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه کوي.

د سیاسي چارو پوه او د افغانستان پخواني ولسمشر سلاکار اېمل فیضي وايي، د افغان حکومت دا بیان یو طرفه دی.

له نوموړي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

د ایران سعودي کړکېچ په اړه د افغان حکومت څرګندونې یو طرفه دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG