د مشال راډیو په اونیزه خپرونه – مشال مرکه – کې دا اونۍ په خیبر پښتونخوا کې د سیکانو یو مشر او د پيښور ضلع کونسل پخوانی غړی ډاکټر صاحب سینګ میلمه دی.
پېښور: د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د امنیت ساتنې لپاره د مناسب ګامونو نه پورته کولو له امله یې د تعلیمي ادارو د مشرانو پر ضد د پلټنو لپاره درخواستونه – ایف آی آر – درج کړي دي.
د پاکستان حکومت له قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو کسانو د بحالۍ او امنيت لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ مختص کړي دي.
د پاکستان حکومت له قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو کسانو د بحالۍ او امنيت لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ مختص کړي دي. دا خبره د جمعې پر ورځ د سيفران وزارت چارواکو د مولوي جمال الدين په مشري کې شوې غونډې ته وکړه. د کميټۍ يوه غړي طارق االله د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې دغه پېسې په تير بجټ کې اعلان شوې وې خو لا هم پوره نه دي لګول شوي. سېفران چارواکو کمټۍ ته وويل چې په دغو ۱۰۰ اربه روپيو کې به ۵۵ اربه د بې کوره کړل شوو خلکو پر بحالۍ او ۴۵ اربه به پر امنيت خرڅ شي.
د بېلجیېم په مرکز برسلز کې د اروپايي پارلمان مخې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې لربر پښتنو ځوانانو د جنورۍ پر شلمه نېټه د چارسدې پر باچاخان پوهنتون د برید ضد په احتجاج کې غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې مجبوره کړي چې د هغې پېښې او پر پېښور ارمي سکول د وسله وال برید عدالتي پلټنې دې وشي. نوموړي وویل، دوی ځکه په بهرنیو هېوادونو کې احتجاج ته مخه کړې چې د ده په خبره پښتون ولس یرغمل دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د برتانیا څانګې یو مرکزي غړی چې دغه مظاهرې ته ورغلي، د مشال راډيو همکار شاهین بونېري ورسره مرکه کړې.
پر داسې پوهنتون چې هغه د باچا خان په څېر د یوه شخصیت تر نوم لاندې دی چې افغانان ورته د پاکستانیانو پرتله په سلګونه ځلې زیات درناوی لري. دا حملهد هېڅ افغان لپاره، که په هر موقف کې وي او هر هدف ولري ، د درک وړ نه ده.
د پامير او قراقرم د دنګو غرونو پر سر، د واخان راهداري هغه نرۍ پټي ده چې د افغانستان شمال -ختيځې سيمېله پاکستان او تاجکستانه سره بېلوي، او له چین سره د افغانستان پوله جوړوي.
اوس باید د پښتنو ټول سیاسي مشران د ذاتي ګټو پر ځای د قامي ګټو لپاره وجنګیږي او ټول قام یو موټی کړي ځکه چې د جنت لار په پښتونخوا نه تېرېږي.
حمايت الله مايار وايي، د عبدالولي خان يونيورسټی د ساتني مقصد يې پر منتخب حکومت د خلکو باور پېدا کول او د ممکنه ورانکارۍ مخه نيول دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته