په خېبر پښتونخوا کې د چاپخانو مالکان وايي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله د پښتو په سلګونه نوي کتابونه چاپ کړي. دوی وايي، ښايي د کتاب پېرېدونکیو (اخیستونکیو) شمېر لوړه شوي وي، ځکه خو یې د چاپولو شمېره هم جګه ختلې ده.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د چارشنبې په غرمه د بلوچستان په ژوب سیمه کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د ګوادرــ کاشغر اقتصادي راهدارۍ د لوېدیځې لارې پرانستنه وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پر دې روغتون څلور اربه روپۍ لګښت راغلی دی او له افغانستانه راغلي د کېنسر ناروغان به هم علاج ترلاسه کولی شي.
د خیبر پښتونخوا د کلتور د څانګې مشر عبدالباسط ویلي، چې د پښتنو د کلتور د ودې لپاره يي د موزیک د یو پوهنځي په ګډون يي د اولسي ادب د ودې او روایتي لوبو د خوندي کولو په یو شمیر منصوبو کار پیل کړیدی.
د خبریالانو پاریس مېشته ادارې په راپور کې ویلي ـــ چې له دوه زره پنځم کال راهیسې اووه سوه او اووه اتیا خبریالان وژل شوي دي.
د سیالکوټ ترهه ګرۍ مخنیوي ادارې یو چارواکي وویل چې د داعش شپږ وسله وال یې له سیالکوټه او درې یې له ګوجرانواله نیولي دي.
په راتلونکیو دوه درې ورځو کې به د فاټا پوهنتون لپاره وایس چانسلر هم وټاکل شي او د هغه په مشرۍ کې به یې د تعمیر جوړنې چارې پرمخ وړل کېږي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په سيمه کې د امنيت، د سولې راوستو او ترهګرۍ سره د مبارزي په اړه خبري کړي دي. دا خبره د افغان ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړه.
تاسو به اکثره اورۍ چې د استادانو اتحادیې وخت په وخت د خپلو مطالبو لپاره هړتالونه او مظاهرې کوي خو نن درته په روښانه مستقبل خپرونه کې د قبایلي سیمو د وطن پال استادانو نومې تنظیم حال درکوو چې وايي ددوي د توجو مرکز استادان نه بلکې زده کوونکي دي
دا په سوات کې د ژمي د یوې شپې قیصه ده ـــــ د ایلم د غره په سر د واؤرو سپین څادر خور وو او د مرغزار په لمن کې د راتلونکي سپرلي امیدونه په خواږه خوب اوده وو ــــ مونږ د یو ملګري په حجره کې راټول شوي وو ــــــــــ خوا ته د بدهایانو د وختو د یو کنډر په غیږه کې ددې خاورې د امن او مینې یادونو
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحېل شریف نن د اتوار په ورځ کابل ته ولاړ.پاکستاني چارواکي وایي راحېل شریف له افغان چارواکو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د بیا پیلولو په ګډون پر یو شمیر مهمو امنیتي مسايلوخبرې وکړي.
د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف په کابل کې نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله سره ملاقات وکړ. د افغانستان د اجرايه رييس يا CEO ډاکټر عبدالله يو وياند، جاويد فیصل نن د مشال ريډيو همکار بشيرګواښ ته وويل چې دغو مشرانو پر امنيتي مسايلو خبرې کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته