مشال راډیو خپلو ټولو اورېدونکو او د ووبپاڼې او ټولنیزو شبکو د پاڼو لیدونکو او لوستونکو ته نېکې هیلې وړاندې کوي. له ننه به د مشال راډیو ووبپاڼه ارشیف وي او ورباندې به ټول مطالب خوندي وي.
دغه چارواکي مشال راډیو ته دا هم وویل چې په دره ادم خېل کې په همدې ورځ په دوو نورو سیمو کې هم وسلوالو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي خو د اېف سي ځواکونو هغه بریدونه په شا تنبولي دي او څه ډول تلفات یې نه دي اړولي.
د ضلعې د پوليسو مشر شهباز الاهي د مارچ پر ۱۵مه په ټولنيزو رسنيو خپور کړي بيان کې ويلي دي چې دغه عمليات د خفيه معلوماتو پر بنسټ د پوليسو ترهګرۍ ضد څانګې يا (سي ټي ډيي) او کواټ پوليسو په ګډه ترسره کړي دي.
بل پلو پولیس وايي، وسلوالو په لنډي کوتل کې د پښتو د وتلي شاعر امیر حمزه خان شینواري کلتوري ودانۍ ساتونکی پولیس په ډزو ویشتلی دی. په یادې ودانۍ کې د حمزه شینواري مزار هم دی.
د لکي مروتو پولیسو د مارچ پر ۱۳مه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې د پولیسو یو ګاډی د ښادي خېل تاڼې په حدودو کې د سړک پر غاړه ښخ شوي ماین وخوت چې د هغې تاڼې د مشر (اېس اېچ او) صدراعظم په ګډون پکې شپږ پولیس سرتېري ووژل شول.
نور وښیئ