پنجاب صوبه وایې چې د ناقانونه تنظیمونو پشمول غیر ریاستي عناصرو خلاف به په مستقل بنیادونو کاروایې کوي.
په نصاب کې پښتو د یو لازمي مضمون په توګه د خېبر پښتونخوا حکومت په لومړیتوبونو کې نه دی او د صوبې په ډېرو پوهنتونو کې د پښتو څانګه نشته.
د عوامي نېشنل ګوند غړي افراسياب خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، وزيراعظم ورسره مخکې هم دا وعدې کړي دي خو تر اوسه پرې عملي ګام نه ترسترګو کېږي.
د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه نیټه د هند په پټانکوټ کې پر یوه هوايي اډه حمله شوې وه چې پکې شپږ بریدګر او درې امنیتي اهلکاران وژل شوي ول.
جمعه خان صوفي ليکوال او پخوانی سياسي کارکن وو. د ۱۹۷۰ کلونو په لومړنيو کې د نېشنل عوامي پارټۍ غړی وو چې وروسته ورباندي د ذوالفقار علي بوټو حکومت بنديز ولګاوه او چې کله د دې ګوند مشر اجمل خټک افغانستان ته ولاړ نو جمعه خان صوفي هم ورپسې ورغلی او هلته يې د بلوڅو او پښتنو د وسله والي مبارزې د بهرنيو هېوادونو لپاره استازی شو. دی د اجمل خټک مرستيال وو او د بلوڅو او پښتنو د وسله والي مبارزې جګړيزه مالومات او سياسي دريځ به يې په نړيواله کچه خپراوه. خو کله چې په ۱۹۸۹م کې د پاکستان وزيراعظمې بې نظير بوټو سياسي فعالانو ته د عامي بخښني اعلان وکړ نو په کابل کې مېشت پښتانه او بلوڅ سياسي مشران او غړي بيرته پاکستان ته ولاړ. له دوی سره جمعه خان صوفي هم ملګری وو او له تلو سره سم يې په عوامي نېشنل ګوند کې ګډون وکړ خو وروسته يې له پارټۍ سره اختلافات پيدا شواو له ګونده ګوښه شو. هغه پروسږ کال په افغانستان کې د خپل تېر شوي ژوندانه ياداښتونو په يو کتاب”درمسال د خټې“ کې يوځای کړي چې د ”فريب ناتمام“ په نامه اردو ژبي ته اړول شوی دی. عبدالحي کاکړ له جمعه خان صوفي سره مرکه کړې ده.
کیدې شي وران شوي کورونه او ګودرونه بیا جوړ شي خو فکر نه کوم چې وران شوي زړونه بیا جوړ شي.
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد پولیس وايي، دوی د سې شنبې یا نهې پر سهار، په ډي اېچ اې، بحریه ټاون او نیلور فیکټرۍ سیمو کې پر شاوخوا ((۳۰۰ کورونو چاپې وهلې دي)) چې پکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ((خبریال کور)) هم شامل وو.
د نصیب خان سنګریار په خبره،د ده د شعري مجموعې نوم (د زړونو تر منځ کرښه) په ښکاره او واضح توګه د «ډیورنډ کرښې» خوا ته اشاره ده.
له ازبکستانه و پاکستان ته د برېښنا لیکې غزولو کار به د روان کال له مې میاشتې پېلېږي. دا پنځه سوه کلو واټ ټرانسمیشن لیکه به د بجلۍ لېږدولو لپاره کارول کیږي.
"نننۍ څلور اړخيزه غونډه ډېره مهمه ده چې د افغانستان سولې بهیر عمومي تګلاره او په دې لړ کې هدفونه وټاکي او همدا راز يو داسې ماحول برابر کړي چې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لار هواره کړي."
پراګ: په بلوچستان کې میشتو پښتنو قبیلو د سیمې کلتوري او ټولنیز قدرونه ژوندي ساتلي دي او د ولسي سندرو، روایتي اتڼونو او کاکړیو غاړو په بڼه یې د خپل تاریخ او ټولنیز ژوند ځینې حوالې خوندي کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته