د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په بلوچستان کې پښتنې کلتور ژوندی ساتل شوی دی”


پراګ: په بلوچستان کې میشتو پښتنو قبیلو د سیمې کلتوري او ټولنیز قدرونه ژوندي ساتلي دي او د ولسي سندرو، روایتي اتڼونو او کاکړیو غاړو په بڼه یې د خپل تاریخ او ټولنیز ژوند ځینې حوالې خوندي کړې دي.

پراګ: په بلوچستان کې میشتو پښتنو قبیلو د سیمې کلتوري او ټولنیز قدرونه ژوندي ساتلي دي او د ولسي سندرو، روایتي اتڼونو او کاکړیو غاړو په بڼه یې د خپل تاریخ او ټولنیز ژوند ځینې حوالې خوندي کړې دي.

لیکوال او څیړنکار رازق فهیم وايي ، په جنوبي پښتونخوا کې د ولسي ادب او اتڼونونو بیلا بیل رنګونه ژوندي دي چې د دې سیمې د تاریخ ، ژوند ژواک او هیلو څرګندونه ترې کیږي.

رازق فهیم وايي باید دا کلتوري اثاثې او آثار په دستاویزي شکل کې خوندي کړل شي.

دی زیاتوي ، له موږ سره دا ثقافتي شیان موجود دي خو په ورو ورو دا زموږ له لاسونو وځي هم. خلک د اتڼ تشریح څنګه کوي او څه معنا ترې راوباسي ‎. باید د دې روایتي اتڼونو فوک شکل خوندي کړل شي. په دې اړه حکومتونه او د میډیا ادارې باید خپل کردار ولوبوي.

رازق فهیم زیاتوي چې د سیمې د قبیلو روایتي اتڼونه اوس د نوي دور د غوښتنو سره تر بدلون تیریږي او که وده ورته ورکړل شي نو په نړیوال کلتوري منظرنامه کې ځان ته ځاي نیولای شي ـــ

نوموړی وايي ، ا تڼ په فولکوري انداز کې یو خاص شکل لرلو او په دغه فوکلوري انداز کې يي خپل اظهار سم نه شو کولای خو کوم پښتانه چې په ښارونو کې ژوند کوي هغوي د اتڼ لپاره د ډول په ځاي د موسیقۍ نور آلات او نور روایتونه هم په کار راوستل ، په دې کې يي نوره ښکلا هم واچوله او د نوي دور غوښتنو ته يي سم کړو.

اوس پوښتنه دا ده چې د بلوچستان حکومت د سیمې د کلتوري اثاثو د خوندي کولو لپاره څه کار کوي؟

په دغه اړه د واکمن ملت پال پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي مشر او د پارلیمان پخوانی غړی رضا محمد رضا وايي ــــ د کلتور خوندي کول او وده ورکول باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي .

نوموړې زیاتوي ، د سیاسي ګوند په توګه موږ تل د کلتوري هلو ځلو مرسته کړیده او خپلې میلې مو هم راجوړې کړیدي.

نوموړي وویل چې ، د دوی حکومت په بلوچستان کې د ژبو د ودې لپاره د کروړونو روپیو مالي پنګې ورکړيدي.

رضا محمد رضا وویل ، بیا هم په دې اړه ډیر کار ته اړتیا ده او باید موږ يې په خپلو لومړیتوبونو کې وساتو.

د ډیورنډ کرښې دواړه اړخونو ته روانې بې قرارۍ که یو خوا د سیمې د ولس اقتصادي ژوند اغیزمن کړی دی بل خوا د ولس کلتوري او ټولنیز قدرونه هم د ژوندي پاتې کیدو لپاره له نویو ننګونو سره مخامخ دي.

دا رپورټ د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

“په بلوچستان کې پښتنې کلتور ژوندی ساتل شوی دی”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG