پروفیسر حسن عسکري وایې چې پاکستان او افغانستان ترمینځه وس هم عدم اعتماد شته او د دې د مخنیوي لپاره د یو بیان پر ځای د یو مسلسلې سفارتکارۍ ضرورت دې.
د باړې اوسېدونکې محبوب اپرېدي له تېرو لسو کلونو راهيسې په باړه کې خبریالي کوله.
د قبایلي سیمې خېبر په وزیر ډنډ کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۲۰زیات یې ژوبل کړي دي. مرستیال پولیټېکل اجنټ وايي د ځانمرګي برید هدف په سیمه کې د کسټم یوه وړوکي پوسته وه. چاودنه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې او ولسي خلکو ته یې هم د سر او مال زیانونه اړولي دي. ټپیان د حیات اباد کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي. د برید ذمه واري چا نه ده منلې.
د قبایلي سیمو د بینظیر انکم سپورټ پروګرام مشر په وینا چې دې ښځو ته به د روزګار لپاره د سود نه پاک قرض هم ورکړې کیږي.
نن سبا په خیبر پښتونخوا کې حکومت د سکولونو له نظامه پښتو ژبه باسي او تګلاره دا ده چې ماشومان به په انګریزۍ کې زده کړې کوي. د حکومت وزیران صاحبان وايي هر څه په انګلیسي ژبه دي نو پښتو زده کولو ته اړتیا نشته.
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايي ، تر څو چې د پاکستان مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي.
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر وايې، تر څو مرکزي حکومت د دوی غوښتني و نه مني د خيبر پښتونخوا حکومت بايد د اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکه ورنکړي. ډاکټر سيد عالم مسود دا خبره له مشال راديو سره د يکشنبې په ورځ په يوه مرکه کې وکړه. د جمعه په ورځ پاکستاني وزیراعظم د اقتصادي راهدارۍ په اړه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان اندېښنو لری کولو لپاره د سياسي ګوندونو يوه غونډه رابللې وه. په دې کې نواز شريف ژمنه وکړه چې د کاشغر ګوادر راهدارۍ په اړه به د صوبو له غوښتنو سره سم د ۲۰۱۸ ميلادي کال د جولايې تر ۱۵ م نيټې پوري به تر خيبر پښتونخوا او بلوچستان تېرېدونکې لاره بشپړوي. پښتونخوا ولسي تحريک يو له هغو سياسي ډلو دی چې د راهدارۍ په اړه يې پرله پسې احجاج کړی دی. عبدالحي کاکړ د مرکې پر مهال له سيد عالم مسود پوښتلي چې ايا د نواز شريف له تازه وعدې ډاډمن دی؟
پنجاب صوبه وایې چې د ناقانونه تنظیمونو پشمول غیر ریاستي عناصرو خلاف به په مستقل بنیادونو کاروایې کوي.
په نصاب کې پښتو د یو لازمي مضمون په توګه د خېبر پښتونخوا حکومت په لومړیتوبونو کې نه دی او د صوبې په ډېرو پوهنتونو کې د پښتو څانګه نشته.
د عوامي نېشنل ګوند غړي افراسياب خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، وزيراعظم ورسره مخکې هم دا وعدې کړي دي خو تر اوسه پرې عملي ګام نه ترسترګو کېږي.
د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه نیټه د هند په پټانکوټ کې پر یوه هوايي اډه حمله شوې وه چې پکې شپږ بریدګر او درې امنیتي اهلکاران وژل شوي ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته