د دې غیر رسمي اسمبلۍ په مرسته به نه یوازې ښځې په خپلو حقونو خبرې شي بلکې د دوی کړې سپارښتنې به په حکومتي قانونسازۍ کې هم یوه لویه مرسته وکړي.
د ولسمشر له دفتره په خپور شوي پروني بیان کې په ایران کې د سعودي عرب پر سفارت او قونصلګرۍ د مظاهره کوونکو حملې ته په اشاره ویل شوي، ((د ویانا د ډېپلوماټیکو اړیکو له نړیوال کنوېنشن)) سره سم، دا د هر هېواد دنده ده چې د سفارتونو او ډېپلوماټانو ساتنه باوري کړي.
افغان حکومت د سعودي عرب او ایران ((د اړیکو پر ترینګلتیا)) د خواشینۍ څرګندونه کړې. د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، ((د ویانا د ډېپلوماټیکو اړیکو له نړیوال کنوېنشن)) سره سم، دا د هر هېواد دنده ده چې د سفارتونو ساتنه باوري کړي. د سیاسي چارو له پوه او پخواني ولسمشر له ویاند اېمل فیضي سره مرکه واورئ.
د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر راپورته شوې نوې لانجې دا مهال په پیښور کي د جمعيت العماء اسلام په کوربه توب یوه ټول ګونديزه سیاسي غونډه روانه ده. د مشال راډيو همکار مجيد بابر د ياد ګوند له مرکزي ویاند جلیل جان سره مرکه کړي او په سر کي يې ترې پوښتلي چی په دې غونډه کي د کومو کومو ګوندونو سیاسي مشران ګډون کوي او تر پر کومو ټکیو او کړنلاره خبرې کېږي. ښاغلي جلیل جان یې په اړه وايي.
د باچا امان الله خان ؛ارګ؛ چې ونیلو شو نو ټول ګلونه پکې ورېبل شول او پرځای یې سبزیانې پکې وکرلې، د جینکو ښونځي وتړل شول، د پرمختیا ټولې منصوبې ونغاړل شوې.
دا د 56.7 اربه ډالرو پروژه ده چې په کې تر ټولو زيات33.8 اربه ډالره د توانايي، 5.9 اربه ډالره د سړک، 3.7 اربه ډالره د رېل پټلۍ او ګوادر لپاره 0.7 اربه ډالره دي.
"دا وخت په هېواد کې دننه د پاکستان پر حکومت ډېر زيات فشار دی. که چيرې سعودي يې له ځان سره يو ځای کول هم غواړي نو بيا هم ولسي فشار دا دی چې پاکستان له دغې جګړې څخه پرهېز وکړي او پر خپل ځای پاتې شي"
د پاکستان او چین ترمینځ د اقتصادي راهدارۍ منصوبه چې له کاشغره تر ګوادره به غزېږي د دې سیمې د پرمختیا او امنیت لپاره څومره ارزښت لري؟ او بله دا چې پر دې معامله، پښتون ملتپاله ګوندونو څه کردار ادا کوي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې نن پر همدې موضوع خبرې کوو چې کوربه یې شاهین بونیری دی.
د قبایلي سیمو جینکۍ لوبغاړې وایي په سکولونو او کالجونو کې د لوبو میدانونه نه لري. دوی دا هم وایي یو خو کورنۍ ورته د لوبو کولو اجازت نه ورکوي او بل په تعلیمي ادارو کې د لوبو سهولتونو هم نه لري.
قامي مبارزه پوهه غواړي ، یووالې غواړي ... د منزل پیژندنه او د مزل همت غواړي. په مهذبه نړۍ کې د یو ولس د حقونو جنګ سیاسي ګوندونه کوي. د قام ستونځې پیژندل ، د هغې د هواري لارې پیدا کول او قامي لارښودنه قامي سیاسي ګوندونه کوي.
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سیدعالم محسود ویلي دي، وزیراعظم نوازشریف د پاکستان چین د اقتصادي راهدارۍ د مغربي روټ په معامله کې ملت پاله ګوندونه تېرویستي دي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک ويلي دي چې صوبايي حکومت به د مغربي لارې د ګټلو لپاره ټولې هڅې کوي او که مرکزي حکومت د صوبې غوښتنې ونه مني نو صوبايي حکومت به ورته د کوریډور لاره د خېبر پښتونخوا نه د تېرولو اجازه ورنکړي. دا خبرې نوموړي نن په پېښور کې د مدنې ټولنې پښتونخوا ولسي تحریک تر سیوري لاندې د کاشغر ګوادر اقتصاديراهدارۍ په اړه د خېبر پښتونخوا سیاسي ګوندونو غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته