کوټه / پراګ: د پاکستان د پلان جوړونې او پرمختیا مرکزي وزیر احسن اقبال وايي چې د کاشعر – ګوادر ترمنځ پر اقتصادي راهدارۍ یې د بلوچستان د سیاسي ګوندونو اندېښنې لرې کړې دي.
احسن اقبال دا ادعا د جمعې پر ورځ د بلوچستان له اعلی وزیر نواب ثناراالله زهري سره په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وکړه.
احسن اقبال وویل ، کاشعر – ګوادر ترمنځ پر اقتصادي راهدارۍ یې د بلوچستان له ټولو سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې کړې دي او په دې اړه یې د ټولو ګوندونو شکايتونه لرې کړي دي.
د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن دوو ګوندونو جمعیت علماء اسلام او عوامي نيشنل ګوند په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د احسن اقبال دغه ټولې خبرې ناسمې يادې کړې.
د دې ګوندونو مخکښانو وویل چې دوی د احسن اقبال له څرګندونو یو فیصد هم مطمین نه دي.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزير عبدالرحيم زيارتوال بيا نن مشال راديو ته وويل چې د احسن اقبال [تخنیکي] مالومات د ډاډ وړ وو خو دوی به هغه وخت پوره مطمين شي چې کله د دې راهدارۍ پر لویدیځه برخه کار پيل شي.
د مشال راډیو عبدالحي کاکړ له رحیم زیارتوال سره په دې اړه مرکه کړېده.
د رحیم زیارتوال مرکه دلته واورئ