د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پولیسو د احتجاج په توګه د ضلعي پولیسو د مشر دفتر تړلی دی


د خيبر احتجاج کوونکي پوليسو د مې پر ۱۵مه په جمرود باب خیبر کې پرلت وهلی دی.
د خيبر احتجاج کوونکي پوليسو د مې پر ۱۵مه په جمرود باب خیبر کې پرلت وهلی دی.

په خیبر کې پولیسو د احتجاج په توګه د ضلعي پولیسو د مشر دفتر ته تاله (قلف) اچولې او هغه یې تړلی دی.

د خيبر ضلعې په جمرود باب خیبر کې په احتجاجي پرلت ناستو د پخوانۍ فاټا د خاصه دارو او لیویز ځواک اتحادیې مشرانو د مې پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې دوی ته تراوسه هغه مراعات نه دي ورکړل شوي چې د خیبر پښتونخوا د بندوبستي ضلعو پوليس يې لري.

هغوی دا غوښتنه هم وکړه چې غیر مقامي پولیسو ته به اجازه ور نه کړي چې په قبایلي ضلعو کې دنده ترسره کړي.

تر دې وړاندې په مومندو کې پولیسو د احتجاج په توګه د ځینو تاڼو دروازې تړلې وې.

د خیبر ضلعي پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي د مې پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي چې د خیبر په شمول په ټولو قبایلي ضلعو کې پخوانيو خاصه دارو ته د پولیس له قوانينو سره سم په مرحله واره توګه د روزنې او مراعاتو ورکولو لړۍ روانه ده او یو شمیر تعلیم یافته ځوانان يې په ځينو نورو څانګو کې ځای پر ځای کړي دي.

په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان په ايين کې تر بدلون وروسته قبایلي سيمې په خيبر پښتونخوا صوبه ورګډې کړل شوې. دا ډول د هغو سیمو خاصه دار ځواکونه د پولیسو په اداره کې شامل کړل شول، خو په پوليسو کې ضم شوي سرتېري وايي چې له هغوی سره نه خو اړين تجهيزات شته او نه هم هغه مراعات ورکول کېږي چې د بندوبستي سيمو پوليس ورڅخه برخمن دي.

په ټولو قبایلي ضلعو کې د خاصه دارو او ليویز ځواک خوا وشا ۲۸،۰۰۰ سرتېري په پولیسو ورګډ شوي او د پولیسو په څېر وظیفه کوي.

د خیبر پښتونخوا ځينو چارواکو هم مخکې منلې وه چې په قبایلي سيمو کې له پولیسو سره پوره تجهيزات نه شته او روزنه یې هم ډېره نه ده نو ځکه لا هم هلته تر ډېره پورې پوځ د امنيت سمبالولو چارې پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG