د يارانو مشال په خپرونه کې د پښتو ډرامو نومیالی هنر مند سيد سردار بادشاه مېلمه دی. هغه په ټېلیوژن او راډیو کې له زرو زیاتو ډرامو کې اداکاري کړې ده. په یارانو مشال کې له نوموړي سره د هغوي د ژوند او کار په اړه خبرې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د پاکستان وزيراعظم سلاکار سرتاج عزیز وایي چې په اسلام اباد کې به د جنوري له ۱۰مې تر ۱۵مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازیو غونډه جوړه شي.
په خېبر پښتونخوا کې د چاپخانو مالکان وايي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله د پښتو په سلګونه نوي کتابونه چاپ کړي. دوی وايي، ښايي د کتاب پېرېدونکیو (اخیستونکیو) شمېر لوړه شوي وي، ځکه خو یې د چاپولو شمېره هم جګه ختلې ده.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د چارشنبې په غرمه د بلوچستان په ژوب سیمه کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د ګوادرــ کاشغر اقتصادي راهدارۍ د لوېدیځې لارې پرانستنه وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پر دې روغتون څلور اربه روپۍ لګښت راغلی دی او له افغانستانه راغلي د کېنسر ناروغان به هم علاج ترلاسه کولی شي.
د خیبر پښتونخوا د کلتور د څانګې مشر عبدالباسط ویلي، چې د پښتنو د کلتور د ودې لپاره يي د موزیک د یو پوهنځي په ګډون يي د اولسي ادب د ودې او روایتي لوبو د خوندي کولو په یو شمیر منصوبو کار پیل کړیدی.
د خبریالانو پاریس مېشته ادارې په راپور کې ویلي ـــ چې له دوه زره پنځم کال راهیسې اووه سوه او اووه اتیا خبریالان وژل شوي دي.
د سیالکوټ ترهه ګرۍ مخنیوي ادارې یو چارواکي وویل چې د داعش شپږ وسله وال یې له سیالکوټه او درې یې له ګوجرانواله نیولي دي.
په راتلونکیو دوه درې ورځو کې به د فاټا پوهنتون لپاره وایس چانسلر هم وټاکل شي او د هغه په مشرۍ کې به یې د تعمیر جوړنې چارې پرمخ وړل کېږي.
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په سيمه کې د امنيت، د سولې راوستو او ترهګرۍ سره د مبارزي په اړه خبري کړي دي. دا خبره د افغان ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړه.
تاسو به اکثره اورۍ چې د استادانو اتحادیې وخت په وخت د خپلو مطالبو لپاره هړتالونه او مظاهرې کوي خو نن درته په روښانه مستقبل خپرونه کې د قبایلي سیمو د وطن پال استادانو نومې تنظیم حال درکوو چې وايي ددوي د توجو مرکز استادان نه بلکې زده کوونکي دي
دا په سوات کې د ژمي د یوې شپې قیصه ده ـــــ د ایلم د غره په سر د واؤرو سپین څادر خور وو او د مرغزار په لمن کې د راتلونکي سپرلي امیدونه په خواږه خوب اوده وو ــــ مونږ د یو ملګري په حجره کې راټول شوي وو ــــــــــ خوا ته د بدهایانو د وختو د یو کنډر په غیږه کې ددې خاورې د امن او مینې یادونو
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته