د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې د نیمه لوړو زده کړو څخه د سلګونو نجونو په فارغېدو سره د مور او ماشوم د مړینې کچ کم شوی دی.
کابل - تر هغې وروسته چې د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د یو شمېر رسنیو په موجودیت کې خپل د کار دفتر ته ولاړ، د افغان حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د بلخ د والي په توګه د نور اجرات غیر قانوني دي.
د چارواکو په خبره دا وسله وال د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو او بهرنيوو ځواکونو په هوايي بريدونو کې له منځه وړل شوي دي.
د ولايتي شورا استازي او مدني فعالان په ننګرهار کې د نا امنيو علت د ځايي چارواکو بې کفایتي او په امنيتي ادارو کې فساد ګڼي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت يا يوناما په ننګرهار ولايت کې د دوشنبې پر ورځ د یوې جنازې پرمهال په ځانمرګي برید د خپګان څرګندونه کړې ده.
فعالانو او روڼ اندو دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ د خوست په اداري کمپلیکس کې د غونډو او کنفرانسونو د دوه پوړیزې ودانۍ په پرانیست غونډه کې له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړه.
د جلال اباد ښار صرافانو د يوه لاريون په تر سره کولو سره چارواکو د خپل امنیت غوښتنه وکړه، دوی وايي چې د تېرو شپږو میاشتو راهيسې دوی تښتول کېږي، په دوکانونو يې ډاکې اچول کېږي، مرګ ژوبله ورته اوړي خو د عاملينو پر وړاندې يې حکومت جدي ګامونه نه پورته کوي.
په خوست کې د دولسمو ټولګيو څخه فارغې شوې نجونې له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې هغوی ته دې د کار او د لوړو زده کړو د حاصلولو زمینې برابرې کړي.
په خوست کې د پخوانیو مجاهدینو یو شمېر مشران او قومي مخور وايي، کچیرې افغان حکومت غواړي پدې هېواد کې نظام پیاوړی او د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي، نو په حکومت کې دې د مجاهدینو ونډه ډېره کړي.
چارواکي وايي، د کابل په کلا ناظر سیمه کې وسله وال برید شوی چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي. دوی وايي، پېښه د تبیان په نوم په یوه سیاسي او فرهنګي مرکز کې
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پوليسو چې په تېرو شپږو مياشتو کې په جنايي او تروریستي پېښو کې ۱۳۲ ميله ډول ډول وسلې نیولې وې، د چارشنبې په ورځ د ډایاګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارلې.
د افغانستان د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې په لښکرګاه ښار کې په نننۍ ځانمرګي برید کې یو د ملي اردو سرتېری وژل شوی او ۱۴ نور ټپيان دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته