د افغانستان دماليي وزیر اکلیل حکیمې په مشرۍ یو پلاوی کونړ ته ددې دپاره ورغلی وو چې یاد ولایت کې دبنسټیزو پروژو دپیل کولو دپاره لنډه سروي وکړي او ورته پانګه پیدا کړي.
د لوګر یو شمېر بڼوال غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې د ممیزو د وچولو خونې ډېرې شي. دوی زیاتوي، کچیرې په لوګر کې د ممیزو پاکول او وچول معیاري شي، نو نه یوازې دا چې د ممیزو د خرابیدو مخه به ونیول شي، بلکې بازار ته به يې عرضه هم څو برابره ډېره شي.
په ننګرهار کې د زراعت ریاست چارواکي وايي چې د کوکنار په بدیل کې چې دغه ولایت ته د دوه ویشت نیم ميليونه ډالرو کوټه بېله شوې، دوی به په شپږو هغو ولسواليو کې بېلابېلې کرنېزې پروژې پيلوي چې په تېرو کلونو کې په کې خلکو په خپلو ځمکو کوکنار کرل.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په بيګاني بريد کې پنځه ملکي وګړي او درې وسله وال بريد کوونکي وژل شوي دي. د رپورټونو ترمخه په دې حمله کې يوه بهرنۍ مېرمن هم وژل شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، چې د انټرکانټېنېنټل هوټل د تصفیې عملیات روان دي او افغان ځانګړو ځواکونو تر دا مهاله درې منزله تصفیه کړي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت د ګیانې او ارګون ولسوالیو تر منځ دوه پلونه او دونیم کلیومتره سړک چې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د عدم تشدد د نړیوال مبارز خان عبدالغفار خان – باچا خان -۳۰م تلین د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې ونمانځل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سالیوان وايي ، د دې لپاره چې طالبان د سولې خبرو ته کښېني ، باید د هغوي مالي سرچینې او جنګي صلاحیت له مینځه یوړل شي.
د افغانستان علماو سرتاسري شورا د جنورۍ په اتلسمه په يوه خبرپاڼه کې د ځانمرګو بريدونو پرضد د پاکستانيو عالمانو فتواستايلې ده خو وايي دوی بايد افغانستان هم پکې ياد کړی وای.
د جنورۍ په ۱۷مه د افغانستان په خوست ولايت کې د امنیت د ښه کیدو او جنايي پېښو د مخینوي لپاره د مېشتو امنیتي ارګانونو څخه جوړ شوي پوځي ګارنیزیون خپل مشترک پوځي فعالیتونه پیل کړل.
د خوست مدني فعالان او روڼ اندي د روغتیا په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې انسانانو ته دې، د مرغانو د والګي ناروغي د لېږد مخنیوي واکسین ولګول شي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر سیوري لاندې یو سل او اویا تنه ښځینه او نارينه ځوانانو ته له شپږ میاشتینیو حرفوي یا کسبي زده کړو وروسته د فراغت سندونه او د کار اوزار ورکړل شول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته