د جنورۍ په ۱۷مه د افغانستان په خوست ولايت کې د امنیت د ښه کیدو او جنايي پېښو د مخینوي لپاره د مېشتو امنیتي ارګانونو څخه جوړ شوي پوځي ګارنیزیون خپل مشترک پوځي فعالیتونه پیل کړل.
د خوست مدني فعالان او روڼ اندي د روغتیا په برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې انسانانو ته دې، د مرغانو د والګي ناروغي د لېږد مخنیوي واکسین ولګول شي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر سیوري لاندې یو سل او اویا تنه ښځینه او نارينه ځوانانو ته له شپږ میاشتینیو حرفوي یا کسبي زده کړو وروسته د فراغت سندونه او د کار اوزار ورکړل شول.
له پاکستانه خپرېدونکو ځينو مطبوعاتو ليکلي چې په قطر کې د طالبانو د غېر رسمي دفتر يو پلاوی اسلام اباد ته تللی وو. د رپورټونو ترمخه، دوه اونۍ مخکې تللي دې پلاوي د افغانستان حکومت سره د سولې مذاکراتو پېلولو په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر وايي، له وسلهوالو مخالفینو سره د سولې لپاره غیر رسمي اړیکې دوام لري چې اوسمهال د سولې لپاره یو هیله بخښونکي پړاو ته رسېدلي دي.
د ننګرهار ولسونو د ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه يوه غونډه جوړه کړې وه او غوښتنه يې وکړه چې د ناقانونه وسلو راټولو کمپاین دې جاري وساتي
د افغانستان حکومت وايي، ولسمشرمحمد اشرف غني په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلې په ګډون د دغه سازمان له یوه لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.
که څه هم د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډلې د ترکیې د سولې په غیر رسمي ناسته کې د خپلو استازو ګډون....
په کندهار کې د امریکا د پرمختایي ادارې لخوا د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.
په خوست کې د کارغانو پرلپسې مړینې او پدې اړه پر ټولنیزه میډیا د خلکو له انديښنو وروسته څرګنده شوه، چې په یاد ولایت کې کارغان او نور وحشي مرغان د انفلوانزا یا د مرغانو پر والګي اخته شوي دي.
په خوست کې د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د پاکستاني پوځ له لوري په سرحدي سیمو کې د اغزن تار په غزولو سره نه افغانستان ساتل کېږي او نه په پاکستان کې پرې امن راځي.
د ننګرهار چارواکو هغه درې تنه غله د دوشنبې په ورځ د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته وښودل چې کابو دوه اوونۍ وړاندې يې په صرافه بازار کې د یوه صراف په دوکان ډاکه اچولې چې د مزاحمت په صورت کې يې صرافان په ډزو ویشتلي و چې یو تن په کې وژل شوی و او د درې مېرمنو په ګډون په کې څلور تنه ټپیان شوي وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته