د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: د هېواد ژغورنې یوازینۍ لاره ملي یووالی دی


په خوست کې د پخوانیو مجاهدینو یو شمېر مشران او قومي مخور وايي، کچیرې افغان حکومت غواړي په دې هېواد کې نظام پیاوړی او د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي، نو په حکومت کې دې د مجاهدینو ونډه ډېره کړي.

دوی زیاتوي په دې وروستیو کې په لوی لاس مجاهدین له حکومت څخه ایستل کېږي، چې له دې سره په ملي کچه ستونزې ډېرې شوې دي.

ویناوالو یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ په خوست کې د مرغومې ۶ مې یا پر افغانستان د پخواني شورو اتحاد د سرو لښکرو د تیري د غندنې په غونډه کې وکړې.

د مجاهدینو د سرتاسري شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ له افغان ولسمشر وغوښتل چې د نظام د ټينګښت او د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي په خاطر دې حکومت کې د مجاهدینو ونډه ډېره کړي.

ده زیاته کړه، مجاهدین به هېچاته اجازه ورنکړي چې کومه ډله یا شخص د خپلو شخصي ګټو په خاطر نظام وننګوي.

په غونډه کې د حزب اسلامي استازي موسی خاورین وویل، چې د نظام نه ملاتړ کوي، خو دا ملاتړ پدې مانا نه دی چې حکومت دې د قانون ماتونکو په مقابل کې بې توپیره پاتې کیږي، بلکې د دوی ملاتړ مشروط دی.

په یاده غونډه کې خوست والي حکم خان حبیبي هم خبرې وکړې او له اوسني کړکیچن امنیتي حالت څخه د هېواد د ژغورنې یواځنۍ لار يې ملي یووالی وباله.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، ژبني، سمتي او قومي اختلافونه د اسلام دین له نظره مردود دي، نو باید یووالی وکړو او هغه څوک چې پدې خاوره کې د پردیو د تفرقې پروژې عملي کوي د هغوی لاس ونیسو او که اړتیا وه پر وړاندې يې جدي مبارزه وکړو.

خوست والي وویل، افغانستان اوسمهال په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د

پرمختګ مسیر ته برابر شوی او که دا مسیر وساتو، نو دا هېواد به ډېر ژر په پښو ودریږي او د پردیو له محتاجیو به وژغورل شي.

ښاغلي حبیبي له دیني عالمانو، قومي مخورو او سیاسیونو وغوښتل چې د نظام له یادو برنامو ملاتړ وکړي او پرینږدي، چې ځنې ډلې او اشخاص د پرمختګ دا بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

یاده دې وي، ۳۸ کاله مخکې د جدي په شپږمه د پخواني جمهور رييس ببرک کارمل په غوښتنه د شوروي اتحاد سرو لښکرو چې په پیاوړو ځمکنیو او هوايي تجهیزاتو باندې سمبال ول، پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، چې وروسته، وروسته يې د عسکرو شمېر له یو نیم لکو څخه هم واوښت.

دا پوځونه خواوشا نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانانو د پاڅونونو او د وسله‌والو مبارزو په پایله کې يې ماتې وخوړه.

XS
SM
MD
LG