د لاسرسي ځای

د ننګرهار په برید کې د وژل شویو جنازې وشوې


جلال اباد - د یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په برید کې د وژل شویو جنازې وشوې.

هلته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت يا يوناما په ننګرهار ولايت کې د یکشنبې پر ورځ د یوې جنازې پرمهال په ځانمرګي برید د خپګان څرګندونه کړې ده.

د دې ادارې چارواکو د اتوار پر ورځ پر ټوېټر په خپل یو بیان کې د پرونۍ چاودنې غندنه وکړه.

​افغان چارواکي وايي، په بهسودو ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو په پرونۍ حمله کې د وژل شويو کسانو شمېر ١٨ ته رسېدلى دى.

برید د هسکې مېنې ولسوالۍ د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې پر مراسمو شوی دی.

د والي ویاند عطا الله خوږياڼي مشال راډیو ته ويلي چاودنه د يکشنبې ماسپښين شاوخوا دوه بجې په مقام خان هديره کې شوی دی.

د برید ذمه واري داعش ډلې منلې ده.

خوږیاڼی وایي چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې یو شمېر یې د یوې کورنۍ غړي دي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG