د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې وسله وال برید ۴۰ تنه وژلي ۳۰ ژوبل


افغان امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي
افغان امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي

کابل - چارواکي وايي، د کابل په قلعه ناظر سیمه کې وسله وال برید شوی چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي. دوی وايي، پېښه د تبیان په نوم په یوه سیاسي او فرهنګي مرکز کې شوې چې له صدای افغان خبري اژانس پورې اړوند دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ځانمرګي برید د پنجشنبې پر سهار شاوخوا لس نیمې بجې شوی چې له امله‌ يې زیات زیان اوښتي، خو د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر نه دی معلوم.

د ځانمرګي برید ځای
د ځانمرګي برید ځای

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي مشال راډيو ته وویل چې تر لومړي برید وروسته په سیمه کې دوه نورې چاودنې هم شوې دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد هم پېښه تاييدوي، خو وايي په اړه‌ يې نور معلومات نه‌ لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه روغتونونو ته پينځه وژل شوي او ۲۱ تنه ټيپان وروړل شوي دي.

خو د صدای افغان اژانس د دفتر مشر سید حسن حسیني مشال راډيو ته وویل نننی ځانمرګي برید چې د دوی دفتر ته نېږدې شوی، پکې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپيان دي.

هغه وویل چې د دوی د دفتر په پاسني پوړ کې یو فرهنګي پروګرام پیل وو چې پکې ځانمرګې حمله وشوه.

د دې حملې ذمه واري داعش منلې ده.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل په ششدرک سیمه کې یوه ځانمرګي برید چې ذمه واري يې داعش ډلې منلې، شپږ تنه وژلي او پینځه یې ټپيان کړي ول.

XS
SM
MD
LG