د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: "۳۴ وسله وال وژل شوي دي"


د چارواکو په خبره دا وسله وال د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو او بهرنيوو ځواکونو په هوايي بريدونو کې له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان هلمند ولايت د والي دفتر نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي تېر ماښام د ګرشک ولسوالۍ شورکي سیمه کې د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو د درې مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي دي. دا نه دې ويل شوي چې بريدونه افغان او که بهرنيوو هوايي ځواکونو کړي دي.

د خبرپاڼې تر مخه په وژل شوو قومندانانو کې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو مسول، مولوي احمد مسرور او دوه نور ملا صدیق الله او مولوي سجاد شامل دي.

په همدې حال کې افغان پوځ نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په روزګان او زابل ولايتونو کې يې تېرو ۲۴ ګينټو کې کړو عملياتو کې ۱۱ طالبان وژلي او د هغو وسلې يې له منځه وړي دي.

د افغانستان ننګرهار ولايت د والي له دفتره په خپرو شوو جلا جلا ننيوو خبرپاڼو کې همداراز راغلې چې نن سهار امريکايي بې پايلټې الوتکو په اچين او بټي کوټ ولسواليوو کې بريدونه کړې دي.

په اچين کې دوه داعش او د بټي کورټ په امبرخانه کې پنځه طالبان وسله وال وژل شوي دي. د خبرپاڼې ترمخه په دې بريدونو کې د وسله والو د وسلې زېرمې هم له منځه وړل شوي دي. داعش او طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي.

له همدې دفتره په يوه بله خبرپاڼه کې راغلې چې پولیسو د ننګرهار مرکزي زندان ته چرس او هيروين وړونکي دوه کسان په جلال اباد کې نيولي دي.

XS
SM
MD
LG