د ننګرهار چارواکو هغه درې تنه غله د دوشنبې په ورځ د رسنيو په دفتر کې خبريالانو ته وښودل چې کابو دوه اوونۍ وړاندې يې په صرافه بازار کې د یوه صراف په دوکان ډاکه اچولې چې د مزاحمت په صورت کې يې صرافان په ډزو ویشتلي و چې یو تن په کې وژل شوی و او د درې مېرمنو په ګډون په کې څلور تنه ټپیان شوي وو.
پرون د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې په وړاندې د پنځو يو ورځنيوو او دوو شل اووريزو کرکټ لوبو لپاره لوبغاړي اعلان کړل. په متحده عرب اماراتو کې د فرورۍ له پنځمې څخه پېلېدونکو دې لوبو کې محمد شهزاد هم شامل دی. د لوبډلې مشر اصغر ستانکزی دی.
د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم مشال راډیو ته وویل د داعش وسله والو د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل کې د یکشنبې ورځې سهار شپږ نیمې بجې هلته د پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړی
خوستي قومونه وايي، کوچیانو د خپلو پلرونو او نیکونو کوچیانی ژوند پرې ايښای او په زور يې په هغو غرونو او دښتو کې د ابادیو جوړول پیل کړي چې له پېړیو راهیسې ورڅخه خوستي قومونه ګټه اخلي.
د افغانستان حکومت پر پاکستان د امریکا وروستیو فشارونو او دې هېواد ته د سلګونو میلیونو ډالرو پوځي مرستې ځنډولو ته په اشاره ويلي، کابل د هرې هغې پرېکړې هرکلی کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په هدف کېږي.
په ننګرهار کې د لاسي صنایعو په برخه کې زیاتې مېرمنې په کار بوختي دي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د خپلو تولیداتو لپاره ښه بازار او مارکېټ ولري.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د جنايي جرمونو پرضد يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه نور کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
چارواکي وايي، چې د لوګر پوهنتون د اولې دورې ټولو فارغانو ته به حکومتي دندې ورکړي او استادانو ته به د هغوی د تجربو د زیاتولو لپاره بهرنیو هېوادنو ته د لنډ مهالو سفرونو زمینه برابره کړي.
د مجاهد په خبره، پولیسو د ناقانونه نشه يي موادو او شرابو د خرڅوونکو د احتمالي احتجاج مخه نیوله چې برید وشو. دا حمله د زیارت پر شپه شاوخوا اته نیمې بجې له مکروریانو سره نېږدې شوې.
که څه هم په خوست کې د کرنیزو ځمکو د خړبولو لپاره د کافي اوبو نشتون له مهمو ستونزو څخه بلل کیږي، خو ځايي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د اوبو د شته سرچینو اساسي مدیریت او تنظیم يې په کاري لومړیتوبونو کې دی.
جلال اباد: د تېرې یکشنبې په ورځ چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند مقام خان هديره کې د جنازې په مراسمو کې چاودنه شوې وه، اتلس تنه ولسي وګړي په کې وژل شوي وو او دولس نور ټپیان شوي وو.
د خوست یو شمېر فرهنګیان او مدني فعالان وايي، چې په یاد ولایت کې کلتوري هڅې کرار، کرار علمي او مسلکي بڼه خپلوي او اوس يې د کمیت په پرتله کیفیت او څرنګوالي ته پاملرنه ډېره شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته