د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: صرافانو احتجاجي ناسته وکړه


د جلال اباد ښار صرافانو د يوه لاريون په تر سره کولو سره چارواکو د خپل امنیت غوښتنه وکړه، دوی وايي چې د تېرو شپږو میاشتو راهيسې دوی تښتول کېږي، په دوکانونو يې ډاکې اچول کېږي، مرګ ژوبله ورته اوړي خو د عاملينو پر وړاندې يې حکومت جدي ګامونه نه پورته کوي.

د جلال اباد ښآر صرافان له تالاشۍ څلور لارې څخه تر پښتونستان واټ پورې ولاړل او هلته يې احتجاجي ناسته وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د چارشنبې په ورځ دوه تنه وسله وال د يوه صراف په دوکان ننوتل او درې تنه صرافان يې په ډزو ټپیان کړل.

د ننګرهار د صرافانو اتحادې مشر عبدالرحمن هډه وال وايي چې له دوی سره له څه مودې نه راپه دې خوا د وسله والو غلو له خوا زیاتی کېږي، خو حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

(( د والي صاحب، د قوماندان له امنیې نه او د ملي امنيت له رييس نه جداً غوښتنه کوو چې دا پرونې مجرمين ونيسی، او موږ پينځه تنه شهيدان په صرافۍ کې ورکړي، هغه قاتلین هم ونیسي. تر اوسه يو قاتل هم نه دی نیول شوی، موږ څو وارې والي صاحب او د امنیه قوماندان سره کېناستو، موږ ته يې ډاډ راکړ چې امنیت به مو ساتو، خو هيڅ يې ونه کړل، نن موږ صرافي بنده کړې او د ټول افغانستان صرافي له موږ سره بنده ده.))

د صرافانو اتحاديې غړی حاجي مصطفی وايي چې د تېرو څو مياشتو راهيسې د دوی سر او مال په خطر کې دی خو څوک يې عرض نه اخلي.

(( موږ خپلې سرمايې په کار اچولي، په تېرو دېرشو کلونو کې موږ داسې بې امنیتي نه وه ليدلي، چې په دې څلور پينځه میاشتو کې منځته راغلې ده. زموږ ځان په خطر کې دی، اولاد مو په خطر کې دی، سرمايه مو په خطر کې ده، په دوکان کې کېناستلی نه شوو، موږ چې خپلې پیسې ګمرک ته وړو، په لاره کې يې موږ نه غله او شوکماران اخلي، از برای خدا، موږ چاته عرض وکړو.))

​ ​د جلال اباد ښار د اصنافو اتحاديې مشر اجمل رحماني وايي، د ننګرهار چارواکي د دې قاتلینو او غلو پر وړاندې بې وسه دي. دی په ولسمشر غږ کوي چې د دوی امنيت تامين کړي.

(( د دې ټوپکوالو له لاسه ټول ننګرهار په کړاو اخته دی. هر وخت په دوکاندارنو چاودنې کېږي، باج رانه غوښتل کېږي، صرافان په غم اخته دي، والي په دې موضوع کې محتاج دی، په رييس جمهور باندې غږ کوم چې د خدای لپاره ننګرهاریان د دغه غم او کړاو نه وژغوره.))

د صرافانو احتجاجي ناستې ته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم راغلی و، نوموړي صرافانو ته

اطمنان ورکړ چې د دې قضيې د څېړلو لپاره يې د څارنوالانو ګروپ ټاکلی، هر چا چې په دې برخه کې غفلت کړی وي، له دندو به يې ګوښه کېږي او د قانون منګولو ته به يې سپارل کيږي.

(( پخوا به مو هييت تعین کړ چې يوازې برسي وکړي، نن مو د څارنوالو هييت تعین کړی چې د ملي امنيت څارنوال، د استناف څارنوال، نظامي څارنوال، نن به څېړنه کوي، هر څوک چې راته مسوول شو، او په هر چا پورې مربوط وي، يوه دقیقه رانه والله که په ننګرهار کې تېره کړي او که تبديل مې نه کړ، بيا يوه دقیقه په ننګرهار کې زه نه تېروم.))

د ننګرهار والي صرافانو ته اطمنان ورکړ چې د شنبې په ورځ به امنیتي سرتېري راغواړي او داسې پريکړه به کوي، چې د صرافانو او د ننګرهار د ټولو اوسېدونکو غوښتنو ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG