د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستۍ نجونې د لوړو زده کړو فرصتونه او کاري زمینې غواړي


په خوست کې د دولسمو ټولګيو څخه فارغې شوې نجونې له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې هغوی ته دې د کار او د لوړو زده کړو د حاصلولو زمینې برابرې کړي.

دوی وايي، په یاد ولایت کې د ښځینه ښوونکو شمېر لږ دی او کچیرې حکومت نجونې د ښوونکو په توګه وګماري، نو ډېری کورنۍ به وهڅیږي، چې خپلې خویندې او لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړي.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د شهید فدامحمد خان په نوم د یوې خصوصي لیسې څخه د اولې دورې د ۱۹ فارغانو په جشنواره کې مشال راډیو ته وکړې.

د خوست د زده کوونکو درېیمه برخه چې نجونې تشکیلوي، سږ کال نږدې زر تنه نجونې له دولسمو ټولګیو فارغې شوې دي.

د فدامحمدخان لیسې یوه تنه فارغه انګیزه وايي، کچیرې دوی ته د کار زمینه برابره شي، ممکن کورنۍ يې د تحصیل د دوام مخه هم ونه نیسي.

نوموړې وايي همزولې او ټولګیوالې يې غواړې ښوونکې شي، څو نورې میندې او پلرونه هم وهڅیږي، چې خپلې لوڼې ښوونځیو کې شاملې کړي.

نسیمه هم چې له دولسم ټولګي فارغه شوې، پدې خوشالي څرګندوي چې افغانان نجونو ته اوسمهال د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

هغه هم له افغان حکومت غواړي چې له ښوونځیو فارغو نجونو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي اودا چې په خوست کې ښځينه ښوونکې لږې دي، نو فارغې نجونې دې د ښوونکو په توګه استخدامې شي.

د فراغت په جشنواره کې یوه بله جینۍ چې خپله ترتیب کړې مقاله يې ولوسته سپوږمۍ وه.

نوموړې وویل، ښځه بهترینه معلمه، بهترینه پیلوټه، بهترینه پولیسه، بهترینه او مشفقه ډاکټره، ساینس دانه، څارنواله او خبریاله کیدای شي او د نارینه وو په شان د هرې حرفې او شغل د اجراء وړتیا لري.

دي وویل، د خپل هېواد له هر پلار او مور غوښتنه کوي، چې پر خپلو لوڼو تعلیم وکړي، څو په خپل ځان د بسیاتوب کچې ته ورسیږي.

په اوسني وخت کې د دولتي ښوونځیو تر څنګ په خوست کې لسګونه خصوصي ښوونځي هم فعال شوي دي.

د نجونو د یادې لیسې مدیر وکیل حسن له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې په ځانګړي ډول په خصوصي سکټور کې د نجونو ښوونځیو ته پاملرنه ډېره شي.

بل لوري ته د خوست د پوهنې رييس بخت نور بختیار د ښځینه ښوونکو کمښت مني او زیاتوي چې دوی ته د راتلونکې کال لپاره د ۹۴ ښځينه ښوونکو د استخدام تشکیل ورکړل شوی دی.

د پوهنې رييس وویل، که څه هم دوی ته لارښوونه شوې، چې د مامورینو د استخدام په کانکور کې باید د څوارلسمو ټولګیو او د پوهنتون فارغان ګډون وکړي، خو دوی اړوند وزارت ته وړاندیز کړی چې د ښځینه ښوونکو کمښت ته په کتو په خوست کې د دولسمو ټولګیو فارغو نجونو ته په فوق العاده توګهپدې کانکور کې د ګډون اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG