د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې ځمکلاندې بم چاودنې ۲ ماشومان ژوبل کړي دي


د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو، په ځانګړې توګه جنوبي وزیرستان کې لا هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي. پخوانی انځور
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو، په ځانګړې توګه جنوبي وزیرستان کې لا هم وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي. پخوانی انځور

د بر جنوبي وزيرستان د سروکۍ تحصیل په کنډغر سیمه کې، د اپریل پر ۲۲مه، د ماين چاودنې دوه کسان ژوبل کړي دي.

د ژوبل شویو ماشومانو یو خپل صاحب نور مشال راډیو ته ویلي، دواړه ماشومان په خپلو کې سره وروڼه دي او د ځمکلاندې بم چاودنې سخت ژوبل کړي دي چې د یوه پکې پښه هم ډاکټرانو پرې کړې ده.

نوموړی وايي "د ځمکلاندې بمونو له وجې زموږ خلک ورخ په ورځ له دې حادثو سره محامخ کېږي. دلته په وزیرستان کې هره هفته یوه نه یوه داسې پېښه لیدل کېږي. موږ په وار وار خپل غږ پورته کړی او له حکومته مو غوښتنه کړې ده چې په ځمکه کې پټ کړل شوي بمونه دې راوباسي خو زموږ غوښتنې نه اورېدل کېږي."

صاحب نور زياته کړه، هغوی خواشيني دي چې د هغوی "وینه چاته وینه نه ښکاري" او بې ځایه تویېږي.

بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ ( پي ټي اېم ) هم له حکومته غوښتي چې د هغوی سيمې دې له ماينونو پاکې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزب مسيد د اپریل پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې د هغوی د راټولو کړو شمېرو سره سم له ۲۰۱۱ز کال راهيسې یوازې په جنوبي وزیرستان کې ۲۸۰ ماين چاودنې شوي چې ۵۵ کسان يې وژلي او تر ۳۵۰ زیات يې ژوبل کړي دي.

هغه وايي په وار وار د هغوی پر غوښتنو سربېره د ماين پاکولو کار سم نه دی روان. "موږ له حکومته په وار وار غوښتي چې سيمه له ماينونو پاکه کړي او په چاودنو کې اغېزمن شوو ته معاوضې ورکړي خو درېغه چې داسې نه دي شوي او وخت په وخت د بمونو چاودنې مخې ته راځي."

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزیرستان استازي اصف محمود د اپرېل پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، په کنډغره کې به له ژوبل شویو ماشومانو سره ژر مالي مرسته کېږي.

د نوموړي په وینا د پاکستان د پوځ ۳۲ ټیمونو په یاده ضلع کې د ماین پاکولو کار پیل کړی دی. نوموړی وايي "زه پرون [د اپرېل پر ۲۱مه] هسپتال ته هم ورغلی وم، ماشومان مې له نېږدې و نه لیدل. ما له وزیراعلا [علي امين ګنډه پور] سره تماس ونیولو، ډېپټي کمېشنر هم ورته لیک استولی دی. د وزیراعلا پر سپارښتنه به ډېر ژر د یادو ماشومانو کورنیو ته معاوضه ورکړل شي. همدارنګه د بمونو د پاکولو کار هم شروع شوی دی."

تر دې وړاندې د اپریل پر ۱۲مه د بر جنوبي وزیرستان په شوال سیمه کې د ځمکلاندې بم یا ماین په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی وو.

د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ تر پرلتونو او احتجاجونو وروسته اعلان کړی وو چې په سیمه کې يې د ماینونو پاکولو کار پیل کړی دی خو لا هم سر ته نه دی رسېدلی.

د پاکستان پوځ د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال په قبایلي سیمو کې ماینونه ښخ کړي ول چې لا هم بیرته نه دي ایستل شوي چې له وجې یې وخت ناوخته دا ډول پېښې مخې ته راځي.

XS
SM
MD
LG