د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې اوسمهال يې د نشه يي توکو، وسلو، مهماتواو نورو غیر قانوني توکو د نیولو لپاره خپل پوځي عملیات د پولې سره نږدې سیمو ته غځولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس وايي، پاکستان دا ومنله چې طالبان یې په خاوره کې شته او له هغه ځایه بریدونه پلانوي...
د خوست د ګلان په کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره UNHCR او نړیوال خوراکي سازمان لخوا میاشتنۍ مرستې کمې شوي او په روان ژمي کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.
موږ حکومت ته وویل چې په افغانستان کې مداخله ختمه کړي. اوس پاکستان په هغه هېواد کې لاسوهنه نه کوي. د سېنېټ د بهرنیو چارو له کمېټۍ علاوه، موږ د ټول سېنېټ له غړو یوه کمېټي جوړه کړې او په بیا بیا مو د افغانستان
په پاکستان کې د افغانستان مرستېال سفيرو زردشت شمس وايي په کابل کې تر بريدونو وروسته پاکستان ته ورغلي د افغانستان ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي پاکستاني چارواکو ته د افغان ولسمشر واضح پېغام ورساوه چې په ځواب کې يې هغوی هم د اقداماتو وعده وکړه. زردشت شمس سره بشير ګواښ مرکه کړي
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له خوا افغان حکومت ته د وسله والو د سپارلو ...
د خوست دیني عالمانو د خلکو د ګڼه ګوڼې پر سیمو او ملکي هدفونو باندې د وسله والو مرګوني بریدونه د اسلام دین له نظره حرام وبلل او دا يې د پردیو لخوا پر افغانانو تپل شوې سیاسي او استخباراتي جګړه وبلله.
د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په اوسمهال کې د طالبانو سره ځکه خبرې نه شي کېدلی چې دغو وسله والو ډلو د خپلو خلکو وژنو ته دوام ورکړی. نوموړي د جنورۍ په نهه ويشتمه په واشنګټن کې د امريکې د ملي امنيت شورا په غونډه کې وويل د طالبانو پر ضد هغه جګړه چې ډېرو سرته ونه رسوله، دی به يې رسوي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ په کابل کې د يوه ايمبولېنس په وسيله له شوي بريد وروسته په خپل يوه ټوېټر پيغام کې پر نړيوالو غږ کړی چې د طالبانو پرضد پرېکنده اقدام وکړي.
د انډونیزیا ولسمشر وايي هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو قومي مخور وايي، چې د یادو ولسوالیو امنیت، بیارغونې او د اوسیدونکو لپاره د پوهنې او روغتیا په ګډون نورو ټولنیزو خدمتونو ته پاملرنه نه ده شوې.
په کابل کې د افغان ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پریوه اډه برید د څلورو وسلهوالو او ۱۱ سرتېرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته