د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پوليسو چې په تېرو شپږو مياشتو کې په جنايي او تروریستي پېښو کې ۱۳۲ ميله ډول ډول وسلې نیولې وې، د چارشنبې په ورځ د ډایاګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسوولینو ته وسپارلې.

​د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي ډایاګ ته د وسلو سپارلو په مناسبت مطبوعاتۍ کنفرانس ته وويل چې دغه وسلې په بېلابېلو جنايي جرمونو، قاچاق او تروریستي پېښو کې د پوليسو لاس ورغلې وې او مجرمين يې پر وخت د قانون منګولو ته سپارل شوي وو. نوموړي وويل:

(( دغه وسلې په تېرو شپږ مياشتو کې په بېلا بېلو پېښو کې پوليسو ته لاسته ورغلي چې دا موږ د مجرمينو نه لاس ته راوړي او مجرمين مو نيولي، تروریستي مجرمينو نه مو لاس ته راوړي او هغه مو د قانون منګولو ته سپارلي او يا مو له منځه وړي دي. يو شمېر مو په قاچاق کې نيولي چې په ټولو کې ۱۳۲ ميله ډول ډول وسلې دي، پيکا په کې شته، کلاشنکوف په کې دي، ار پي جي راکټونه دي، تفنکچې دي، این پور دي، کرنکوف دي او ډول ډول ماشنيدارې په کې دي.))

​د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، کومې وسلې چې د په بېلابېلو جنايي او تروریستي پېښو کې د پولسو لاس ته ورځي، د ولس ژوند ورسره اراميږي.

(( چې کله له يوه ترهګر، له لاسه، له يوه مجرم له لاسه او د يوه بدکاره انسان له لاسه وسله اخيستل کېږي، له دې سره د جرايمو کچه هم راټيټيږي او زموږ د نورو انسانانو ژوند ژغورل کېږي، دا يوه ښه موفقیت دي. او ډایاګ ته د دې وسلو سپارل يو نيک اقدام بولم.))

د افغانستان په ختيځ کې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسوول جنرال جوهر دولتزی وايي، کومې وسلې چې ډایاګ ته سپارل کېږي، دوی يې په رسمي توګه د دفاع وزارت ډيپوګانو ته تسلیموي.

دا وسلې چې ډایاګ ته تسلیميږي دا مانا لري چې دا بیت المال شوه. زه په نورو امنیتي ارګانونو هم غږ کوم چې خپلو ډيپوګانو کې ساتلې وسلې ډایاګ ته وسپاري. دا وسلې موږ د دفاع وزارت ډپيوګانو ته د يوه قانوني سند په بدل کې تسليموو.))

دی وايي چې په تېر يوه کال کې په کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې د امنيتي ادارو له خوا ډایاګ ته اوه سوه ډول ډول وسلې سپارل شوي او دوی د دفاع وزارت ډيپوګانو ته رسولې دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د روسۍ فوټبال ډلې مېنوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG