د خوست دیني عالمانو د خلکو د ګڼه ګوڼې پر سیمو او ملکي هدفونو باندې د وسله والو مرګوني بریدونه د اسلام دین له نظره حرام وبلل او دا يې د پردیو لخوا پر افغانانو تپل شوې سیاسي او استخباراتي جګړه وبلله.
د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په اوسمهال کې د طالبانو سره ځکه خبرې نه شي کېدلی چې دغو وسله والو ډلو د خپلو خلکو وژنو ته دوام ورکړی. نوموړي د جنورۍ په نهه ويشتمه په واشنګټن کې د امريکې د ملي امنيت شورا په غونډه کې وويل د طالبانو پر ضد هغه جګړه چې ډېرو سرته ونه رسوله، دی به يې رسوي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ په کابل کې د يوه ايمبولېنس په وسيله له شوي بريد وروسته په خپل يوه ټوېټر پيغام کې پر نړيوالو غږ کړی چې د طالبانو پرضد پرېکنده اقدام وکړي.
د انډونیزیا ولسمشر وايي هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو قومي مخور وايي، چې د یادو ولسوالیو امنیت، بیارغونې او د اوسیدونکو لپاره د پوهنې او روغتیا په ګډون نورو ټولنیزو خدمتونو ته پاملرنه نه ده شوې.
په کابل کې د افغان ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پریوه اډه برید د څلورو وسلهوالو او ۱۱ سرتېرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
افغان چارواکي وايي، د کابل ښار صدارت څلور لارې د شنبې ورځې په برید کې د وژلو شویو کسانو شمیر ۱۰۳ تنو ته ورسېد. د کورنیو چارو وزیر احمد برمک د یکشنبې پر ورځ په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل چې پدې برید کې۲۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې د ۱۴ کلن ماشوم اباسين د تښتونې او وژلو په جرم درې کسان د یکشنبې په سهار په څرخي پله زندان کې اعدام شول. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تردې وړاندې د اباسین کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې په دې پېښه کې به عدالت تامین کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د طالبانو خلاف پرېکنده کاروايي وکړي. د امریکا ولس مشر ډونالډ ټرمپ په یوه اعلاميه کې د کابل بريد په سختو ټکو کې وغندلو او ویې ويل چې د بې ګناه ملکي وګړو وژنه ورته د منلو وړ نه ده. ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې دې قاتلانه حملې د دوی او د افغان همکارانو
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نژدې شوې چاودنې په لسګونه کسان په نښه کړي دي.
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نژدې شوې چاودنې په لسکونه کسان په نښه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وایي، دوی به د دې اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ځاله شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته