د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د نوي تالارونو د جوړېدو غوښتنه کوي


د خوست مدني فعالان او روڼ اندي غوښتنه کوي چې د ملي او نړیوالو ورځو د ښو لمانځنو او د عامه پوهاوي د برنامو د اغېزمنتوب لپاره دې مناسب تالارونه او کنفرانس خونې جوړې شي.

دوی زیاتوي کچیرې یو شمېر مهمو دولتي ادارو لپاره د جرګو او غونډو جلا تالارونه جوړ شي نو له یوې خوا به د امنیتي تدابیرو له پلوه ګټور تمام شي او بل لورې ته به حکومت ته د لمانځنو او غونډو په لګښتونو کې هم سپما وشي.

فعالانو او روڼ اندو یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ د خوست په اداري کمپلیکس کې د غونډو او کنفرانسونو د دوه پوړیزې ودانۍ په پرانیست غونډه کې مشال راډیو ته وکړې.

مدني فعال بسم الله ارمان وویل چې په خوست کې هم د جرګو تالار شته خو ستونزه داوه چې امنیتي خطرونه وو او د غونډو پر مهال به د ښار ځنې سړکونه تړلي ول خو دلته دا ډول ستونزې نشته او پدې برخه کې ځانګړو تدابیرو ته هم اړتیا نه لیدل کیږي.

مدني فعال کبیر مشفق وايي کچیرې مهمې ادارې ځانته تالارونه ولري نو هغه لګښتونه چې هر کال يې په عین شعارونو، بېرغونو، بېنرونو، پوسټرو او د نورو برخو په تابیا لګوي حکومت ته به سپما شي.

د خوست د ښار او کور جوړولو رییس ابراهیم الله ولیزی وايي چې د خوست په اداري کمپلیکس کې د جرګو نوی دوه پوړیز تالار جې پکې يو وخت اته سوه کسان ځایېدل د یاد وزارت د ثبات د ټینګښت د برنامې په چوکاټ کې د خواوشا ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

کچیرې مهمې ادارې ځانته تالارونه ولري نو هغه لګښتونه چې هر کال يې په شعارونو، بېرغونو، بېنرونو، پوسټرو او د نورو برخو په تابیا لګوي حکومت ته به سپما شي. کبير مشفق

ده وویل چې تالار په دواړو پوړونو کې اشپزخانې، تشنابونه او نور اړین ځايونه لريخو پدې قرارداد کې میزونه، چوکۍ، فرشونه، ساونډ سیستم، پروجکټور او نور تخنکي لوازم نشته چېد دوی وزارت به نوي کال کې د تالار دې برخې ته هم بودجه ځانګړې کړي.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمدیونس ځدراڼ وايي چې دا ډول تالارونه د جرګو او مرکو لپاره ډېر مهم وي او جرګې مرکې تر ډېره په اطرافو کې دي.

یونس ځدراڼ غوښتنه کوي چې د جرګو او مرکو داسې تالارونه دې ګام په ګام ولسوالیو کې هم جوړ شي.

د خوست په اداري کمپلیکس کې نږدې ټولو حکومتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوي او پاتو ته هم په جوړیدو دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي وویل چې په کمپلیکس کې د دې تالار په جوړیدو سره له دې اړخه شته نیمګړتیا پوره شوه خو زیاته يې کړه چې د ښار او کور جوړولو وزارت دېپه کمپلیکس کې د یو مجهز میلمستون د جوړولو په برخه کې هم ولایتي ادارې سره همکاري وکړي.

په خوست کې د دوه پووړيزه تالار پرانستنه وشوه
په خوست کې د دوه پووړيزه تالار پرانستنه وشوه

د یادونې وړ ده چې خوست له ګڼ نفوسو ولایتونو څخه دی او د ښه امنیت له کبله ډېر کله د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د لویو او وړو غونډو کوربه وي، خو تر اوسه د غونډو لپاره یوازې د جرګو یو متوسط تالار لري چې هغه هم د ښار په مېنځ کې جوړ شوی دی.

خوستوال په اداري کمپلیکس کې د تالار جوړیدل یو ښه ګام بولي او دې لپاره چې خلک په ښار کېد لارو او سړکونو د بندیدو له ستونزو سره مخامخ نه وي غوښتنه کوي چې په ورته توګه دې د ښار څخه دباندې سیمو کې نور تالارونه هم جوړ شي.

XS
SM
MD
LG