د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ښوونځيو کې د ماشومانو د داخلولو لپاره لاریون شوی دی


د اپرېل پر ۲۴مه په ميرامشا کې شوي لاريون کې د تعليم څانګې مشرانو، استادانو، زده کوونکو او مدني فعالانو ګډون وکړ.
د اپرېل پر ۲۴مه په ميرامشا کې شوي لاريون کې د تعليم څانګې مشرانو، استادانو، زده کوونکو او مدني فعالانو ګډون وکړ.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو په زیات شمېر کې د داخلولو لپاره لاریون شوی دی.

د اپرېل پر ۲۴مه هغه لاريون د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې او د سرکاري سکولونو اتحادیې په شریکه وکړ.

په لاريون کې د تعليم څانګې مشرانو، استادانو، زده کوونکو او مدني فعالانو ګډون کړی وو. هغوی په لاسونو کې بېنرونه او لوحې اخیستې وې چې ورباندې د زدکړو د ارزښت شعارونه ليکل شوي ول.

د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې مشر دلاور خان د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د لاریون هدف په خلکو کې د تعلیم شوق پیدا کول او هغوی دې ته هڅول دي چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې داخل کړي.

د لاريون ګډونوال وايي چې هدف يې مېندې او پلرونه هڅول دې چې ماشومان په سکولونو کې داخل کړې.
د لاريون ګډونوال وايي چې هدف يې مېندې او پلرونه هڅول دې چې ماشومان په سکولونو کې داخل کړې.

هغه زیاته کړه:"موږ غواړو هغه نجونه او هلکان چې په څه نه څه وجه له تعلیم څخه ليرې دي، هغوی په سکولونو کې داخل کړو. زموږ سره سهولتونه هم شته او بل په سرکاري سکولونو کې زدکړې هم وړیا دي."

نوموړي پر مېندو او پلرونو غږ وکړ چې له دوی سره مرسته وکړي او خپل ماشومان په سکولونو کې داخل کړي چې دارنګه راتلونکی نسل تعلیم یافته شي او په سيمه کې د زدکړې کچه زیاته شي.

د لاريون يو ګډونوال او د ګورنر ماډل سکول مشر ښوونکي عالمزېب مشال راډيو ته وويل چې هغوی کوڅه په کوڅه ګرځي او خلک دې ته هڅوي چې خپل ماشومان سکولونو ته ورولېږي.

د تعلیم څانګې مشرانو په وینا یوازې په شمالي وزیرستان کې ۱،۰۱۱ لویې او وړې تعلیمي ادارې دي چې ۵۰۰ يې د نارینوو او پاتې يې د ښځو لپاره دي. په هغه ضلع کې په ۲۰۱۴ز کال د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات شوي ول چې تر هغې وروسته ګڼې تعلیمي ادارې بېرته فعالې شوې خو ځینې یې لا هم غیر فعاله دي.

تر دې څو ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په دته خېلو او رزمک کې هم د تعلیم د ارزښت په اړه ورته لاريونونو شوي ول.

XS
SM
MD
LG