د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د مور و ماشوم د مړینې کچ کم شوی


خوست - د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې د نیمه لوړو زده کړو څخه د سلګونو نجونو په فارغېدو سره د مور او ماشوم د مړینې کچ کم شوی دی.

د دوشنبې پر ورځ په خوست کې د روفي روغتیايي زده کړو په نوم د یوه خصوصي انسټیټوټ له بېلابېلو څانګو څخه د لسګونو نجونو او هلکانو د فراغت په غونډه کې د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي مشال راډیو ته وویل، چې تر اوسه هم دوی د نرسانو او قابله وو کمی لري.

محمدي زیاته کړه، ډېری نجونې چې د روغتیايي علومو نیمه زده کړې بشپړوي، نو په دې زده کړو بسنه نه کوي او ځانونه په پوهنتونونو کې شاملوي.

ده وویل، پخوا په کورونو او روغتونونو کې د میندو او ماشومانو مړینه ډېره وه، خو په وروستیو کلونو کې د نرسانو او قابله وو په ګمارنې سره کمه شوې ده.

د روفي انسټیټوت یوه تنه فارغه ګل غوټۍ وايي، چې یو شمېر میندو به د لازمو روغتیايي خدمتونو په نه شتون کې د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه، نو همدې لپاره يې روغتیايي زده کړې وکړې او په همدې برخه کې به کار وکړي.

د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم یوه ستونزه دا ده چې ډېری فارغان هڅه کوي، په مرکز کې کار او دنده ولري، خو لینا مندوزۍ وايي، د ټولنې ناخوالو او د میندو ستونزو روغتیايي زده کړو ته هڅولې او هر ځای چې اړتیا وه په دې برخه کې به خدمت وکړي.

د روفي د روغتیايي زده کړو انسټیټیوټ مسوول ډاکټر سید عارف روفي وايي، چې دوی د دویمې دورې له پینځو څانګو نرسنګ، قابله ګۍ، لابراتوار، فارمېسۍ (دوا سازۍ) او پروتست څخه ۱۶۵ تنه محصلان چې ۴۳ يې نجونې ټولنې ته وړاندې کړل.

ده په روغتیايي برخه کې له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د خصوصي موسساتو فارغانو ته هم د کارموندنې په برخه کې پام وکړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

کوټه کې د پښتنو کلتوري ورځې لمانځغونډې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG