د دوشنبې په ورځ د خوست د ورزې په سیمه کې د برېښنا د یو لوی سب ــ سټېشن د جوړولو د کار په پیل سره خوست ته د وارداتي برښنا د غځونې چارې عملاً شروع شوې.
د پکتیکا چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د نجونو د زده کړو لپاره د لازمو اسانتیاوو او مناسب ښوونیز چاپیریال د برابرولو په هڅه کې دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص) د مبارک میلاد په مناسبت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي.
په کابل کې د روس سفير الکسيندر مانتيڅکي تایدوي چې دوی افغان طالبانو سره اړیکه نیولې ده. مانتيڅکي نن د افغانستان سينيټ (مشرانو جرګې) د نړیوالو اړېکو په کمیسیون کې وویل چې له طالبانو سره د دوی اړیکه په افغانستان کې د روسانو د خوندیتوب په هدف ترسره شوې ده.
د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د لیدو په مقصد د جمعې په ورځ په ...
په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال له مشال راډیو سره په یو مرکه کې ویلي دي، که په افغانستان کې امن وي نو د پاکستان اقتصادي وده به دوه براره شي.
د جمعې په ورځ په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام CARD-F له خوا د څلور لکه او ۲۴ زره امریکايي ډالرو په پانګونه د چرګوړو د ویستلو د ماشین او نسلي چرګانو د فارمونو د جوړولو کار پیل شو.
د خوست په ښار او د تریزیو او علیشیرو په ولسوالۍ کې د ټپیانو لپاره د بیړنیو خدمتونو په خاطر د دوو مجهزو روغتیايي مرکزونه پرانیسته وشوه.
د ملګروملتونو پراختیایي اداره غواړي په خپل مالي لګښت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو ستونزو اواري په موخه د جنس (نر او ښځه) ترمنځ پر برابرۍ ولاړې ټولنې جوړه کړي.
د چارشنبې ورځې ناوخته د خوست چارواکو په یاد ولایت کې د رضا کارانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د ښار په پاکوالو، د ځنګلونو په ساتنه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون د ځنو ناسمو دودونو په له منځه وړلو خپله ونډه پراخه کړي.
د چارشنبې په ورځ په خوست کې د کرنې د ودې او کلیو د پراختیا پروګرام(CARD-F) په چوکاټ کې د څلوېښت میلیونه افغانیو په لګښت د ترکاریو او سبزیجاتو په خاطر سل شنې خونې پرانیستل شوې.
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو یوه کارکونکې وږمه فېروز وایي ناامنۍ او ټولنیزو مسلو تر ټولو زیات د ښځو ژوند اغېزمن کړی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته