افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص) د مبارک میلاد په مناسبت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او د سولې بین الافغاني خبرې پيل کړي.
ښاغلي غني چې د یکشنبې په ورځ یې د ميلاد النبي په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل:
« زه پدې مبارکه ورځ یوځلې بیا ټول وسله وال مخالفان بین الافغاني مذاکراتو ته رابولم، او ورته وایم چې د ملت او مسلمانانو خیر پدې کې ندی چې وطن مو وران او په کنډوالو بدل شي.»
تردې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د ميلاد النبي په مناسبت وسله وال مخالفان بین الافغاني خبرو ته رابللي وو.
اخوا د دولت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د حضرت محمد ( ص ) د مبارک میلاد په مناسبت په یوه پيغام کې ټینګار کړی چې ټول مسلمانان باید تر هر بل وخته د دیني اصولو په پام کې نیولو سره د افراطیت او تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.
د ربیع الاول دولسمه د حضرت محمد ( ص ) د مبارک میلاد په مناسبت په اسلامي هېوادونو کې د میلاد د ورځې په نوم نمانځل کیږي.
وسله والو ډلو د افغان چارواکو د سولې پیغام ته تر اوسه هېڅ ډول غبرګون ښکاره کړی نه دی.