د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: په ارګون کې نجونو ته ښوونځی جوړېږي


ارګون کې د ښوونځي ودانۍ بنسټکاڼۍ اېښودل کېږي
ارګون کې د ښوونځي ودانۍ بنسټکاڼۍ اېښودل کېږي

د پکتیکا چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې د نجونو د زده کړو لپاره د لازمو اسانتیاوو او مناسب ښوونیز چاپیریال د برابرولو په هڅه کې دي.

دوی یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ارګون ولسوالۍ اړوند د احمدابا د نجونو د ښوونځي لپاره د ودانۍ د کار د پیل په ځای کې وکړې.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت هم چې د یو شمېر نورو ځايي چارواکو په ملتیا پدې اړه د جوړو شویو مراسمو ګډونوال وو رسنیو ته په خبرو کې وویل،چې که له یوې خوا د زده کړو په بهیر کې د پکتیکا د نجونو ونډه کمه ده، بل لوري ته شته نجونو زده کوونکو لپاره نه د ښوونځي ودانۍ شته او نه هم د زده کړو نورې لازمې اسانتیاوې چې باید موجودې وای.

محمدالیاس وحدت زیاته کړه په یاد ولایت کې يې په ځانګړې ډول د نجونو ښوونځیو د ودانیو برخه په کاري لومړیتونو کې ده او هڅه کوي چې دې برخې ته د مرکزي حکومت او نورو ډونرانو پام راجلب کړي.

د پکتیکا والي زیاته کړه:

"دا ښوونځی چې چارې يې پیل شوې، د نجونو ښوونځی دی په ارګون کې، په ټوله پکتیکا کې د نجونو د زده کړو برخه خواره ده، په هر ځای کې ممکنه وي، په عموم کې او په ځانګړي ډول د نجونو ښوونځيو ته ځانګړې توجه کوو، د نجونو مکتوبونه لرو، خو ودانۍ ورته نلرو، ښځینه استادانې ورته کافي نلرو، موږ له وزارت او ډونرانو غوښتنه کړې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې موږ سره خاصه همکاري وکړي، تر څو وکولای شو، چې پدې برخه کې پرمختګ ولرو.''

د پکتیکا د پوهنې رییس نسیم واجد وایي چې د احمد اباد د نجونو ښوونځی د پوهنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه د لسو میاشتو په موده کې جوړیږي.

واجد زیاتوي چې یاد ښوونځی د لسو تدریسي خونو په ګډون نور اداري دفترونه او اړوند محلقات لري،اتلس میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي:

''د ارګون ولسوالۍ د احمدابا د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ د پوهنې وزارت په مالي لګښت باندې جوړیږي، د ښوونځي ودانۍ به د لسو میاشتو په موده کې ګټه اخیستنې ته سپارل کیږي، دا ښوونځی لس تدریسي خونې لري، احاطه لري، د اوبو څاه لري، تشنابونه لري او ټول هغه سهولتونه لري، چې یو ښوونځي لپاره لازم دي، هغه ستونځې چې پخوا مو د یخني او ګرمي څخه درلودې، هغه به د دې ودانۍ په جوړولو سره ختمې شي.''

د ارګون په ولسوالۍ کې پداسې حال کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره اېښودل کیږي، چې سږ کال به د لومړي ځل لپاره پکتیکا د دولسم ټولګي څخه شل تنه فارغانې ولري.

XS
SM
MD
LG