افغان چارواکو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په میدان ورګ ولایت کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د يو زده کوونکي اعدامول په سختو ټکو کې غندلي دي. دوی دا وژنه غير اسلامي بللي چې په وينا يې هيڅ جواز نه جوړيږي.
د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست د معلولینو نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.
د میدان وردکو د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، تر هغه چې ښځې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچت نکړي، ښځې له شته ناخوالو، زور زیاتیو او ستونځو څخه نشي ژغورل کیدای.
کنفرانس د هند په کوربه توب په امرتسر کې راتلونکې یکشنبه پیلېږي چې تمه ده افغان ولسمشر او د هند وزیر اعظم هم پکې وینا وکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر په خپله وروستۍ وینا کې د رسنیو ضد خبرې نه دي کړې.
د چارشنبې ورځې ناوخته په خوست کې د بیلابیلو سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسینو د خبریالانو لپاره هغه دوه ورځنۍ ورکشاپ چې په وسلوالو نښتو کې د ماشومانو د ساتنې تر عنوان لاندې جوړ شوی وو، پای ته ورسید.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي، چې د کډو واپسۍ لپاره دې غلام خان لاره پرانیزي.
په خوست کې د عامې روغتیا په چوکاټ کې د پولیو پر ضد د واکسینو د ادارې مسوولین وايي، چې نن چهارشبنه يې د یاد ولایت د ګربزوولسوالۍ په ګلان کیمپ کې د وزیرستیانیو کډوالو خواوشا اوه زره هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دی، د پولیو د ناروغی شپږ ورځنۍ کمپاین پیل کړ.
په اعلامیه کې د جنرال غوري مړینه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د خلکو لپاره ستر زیان بلل شوی دی.
سره له دې چې د لوګر د ټولګټو جارو ریاست په وینا روان لمریز کال کې يې د سړکونو په برخه کې د (۱۳۰۰) میلیونه افغانیو په قیمت پروژې پلي کړي او د ځنو يې عملي کارونه روان دي، ولې بیا هم د یاد ولایت د ډیریو سیمو خلک وايي، چې ددوی منطقې اساسي سړکونه نلري.
د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې تر دې وروسته به نوې پرمختیايي پروژې د خلکو د غوښتنو او سلا مشورو په رڼا کې انتخابوي او اړوندو وزارتونو ته به يې د منظورۍ لپاره لیږي.
ارګ وايي چې ولسمشر غني بلخ کې د دې ولایت له دولتي چارواکو او د مدني ټولنې له فعالانو سره په خبرو کې له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته