د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ښځې لا هم له کړاوه ډک ژوند تېروي'


د ټولې نړۍ په څېر په پاکستان او افغانستان کې هم پر ښځو د تشدد خلاف او په دې اړه په ټولنه کې د پوهې پیداکولو مبارزې ۱۶ ورځې لمانځل کېږي. په سیمه کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي باید پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره زیات کار د قانون په جوړولو او بیا د دغې په عمليکولو هم وشي.

قندیل بلوڅ
قندیل بلوڅ

د پنجاب ملتان یوه ضلعي عدالت د دسمبر پر پنځمه د ټولنیزو رسنیو له لارې مشهورې شوې قندیل بلوڅ د وژنې مقدمې اورېدنه پیل کړې ده.

د قندیل ورور دا منلې چې هغه خپله خور د روان کال په جولای میاشت کې د غیرت په نوم ووژله. په روان کال کې په ایبټ اباد کې یوه ۱۶ کلنه عنبرین په دې ووژل شوه، چې له خپلې ملګرې سره یې د خوښې په واده کولو کې مرسته کړې وه، هغه بیا د وژل کېدو وروستو وسوځول شوه. د پاکستان مطبوعات لیکي د هغې د وژنې فیصله یوې ځایي جرګې کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو یوه کارکونکې وږمه فېروز وایي ناامنۍ او ټولنیزو مسلو تر ټولو زیات د ښځو ژوند اغېزمن کړی.

''پر ښځو د تشدد په اړه قانون نشته، او که څه وي نو عمل پرې نه کېږي، په جرګو کې هم اکثره د ښځو خلاف فیصلې مخې ته راځي، بلخوا بیا د ناامنۍ پيښو هم ښځې زیاتې ځپلې دي.''

وږمه فیروز
وږمه فیروز

وږمه فیروز وایي بدامنۍ نه یوازې په خیبر پښتونخوا او فاټا کې د ښځو ژوند متاثره کړی دی، بلکې په ګاونډي هېواد افغانستان کې هم جګړو تر هر چا زیاتې ښځې ځپلې دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د ختیزو څلورو ولایتونو د سیمه ییز دفتر مشره صابرینه حمیدي وایي د پخوا په نسبت اوس پر ښځو د تشدد پيښې زیاتې رپوټېږي.

اوس خلک زیات پوهه دي، نو ځکه د داسې پيښو رپوټېدل هم زیات شوي دي

''له پروسږ کال راهیسې پر ښځو د تشدد د پيښو ثبتېدل زیات شوي دي، د دې دوه وجې کیدای شي، یو خو دا چې داسې پيښې زیاتې شوي دي، او بل دا چې اوس زیاتې رپوټېږي. په ځینو سیمو کې البته داسې پيښې کمې شوې هم دي، خو په ځینو کې بیا داسې نه ده. اوس خلک زیات پوهه دي، نو ځکه د داسې پيښو رپوټېدل هم زیات شوي دي.''

د بشري حقونو څار ډله (هیومن رایټس واچ) په خپل یو رپوټ کې وایي کله چې سږ کال طالبانو د افغانستان په ځینو سیمو کې کنټرول تر لاسه کړ، نو هلته یې د ښځو په دفترونو حملې وکړې، او دوی ته یې له بهره د نه راوتو دړکې هم ورکړې.

په کابل کې د ښځو حقونو یوه فعاله ساحره شریف وایي په افغان ټولنه کې ښځه نن هم له کړاوه ډک ژوند تېروي.

''په تېره په پښتني سیمو کې اوس هم نجونه سکولونو ته نه-شي تللی، کار نه-شي کولی، ښځو ته په ګڼو سیمو کې اوس همبنیادي حقونه نه ورکول کېږي.''

د ننګرهار ولایتي شورا غړی انجینیر عبدالغفار وایي که څه هم په پر ښځو د تشدد خلاق قانون پارلېمان نه دی منظور کړی خو دوی د داسې پېښو د مخنیوي لپاره پوره ګامونه پورته کوي.

''پر ښځو د تشدد خلاف قانون که څه هم لا پارلېمان ندی منظور کړی خو دغه په یو ډېر قوي شکل کې موجود دی، په داسې تشدد کې ککړو کسانو ته سختې سزاګانې ورکول کېږي، او دوی کوښښ کوي چې په دې اړه پوهه هم پیدا کړل شي.''

د ۲۰۱۵م کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د فرخندې مالکزاده وژنې په دغه هېواد کې یو ځل بیا دا بحث پیل کړ چې باید پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره پوره قانون سازي وشي.

XS
SM
MD
LG