د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس: طالبانو سره مو تماس درلود


کابل کې د روس سفير اليکسيندر مانتيڅکي
کابل کې د روس سفير اليکسيندر مانتيڅکي

په کابل کې د روس سفير الکسيندر مانتيڅکي تایدوي چې دوی افغان طالبانو سره اړیکه نیولې ده. مانتيڅکي نن د افغانستان سينيټ (مشرانو جرګې) د نړیوالو اړېکو په کمیسیون کې وویل چې له طالبانو سره د دوی اړیکه په افغانستان کې د روسانو د خوندیتوب په هدف ترسره شوې ده.

مانتيڅکي زياته کړه: ((مونږ له وسله والو طالبانو سره تماسونه کړې. خو هغوی سره مو د نغدو پیسو او وسلو مرسته نه ده کړې. زمونږ اړیکې له طالبانوسره په افغانستان کې د روسانو خوندیتوب او ملي روغې جوړې ته د طالبانو د هڅولو په هدف نیول کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي د ترکیې له انادولو خبري اژانس سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې روس له طالبانو سره په تماس کې دی.

ضمیر کابلوف داعش وسله والې ډلې ته په اشاره ویلي وو طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په شام کې ورسره په جګړه کې دي او همدا لامل دی چې د دوی ګټې سره نېږدې کوي.

"د لاس پوڅو ډلو استعمالو هيچا ته ګټه نه ده رسولې"

بلخوا د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار نن وويل چې پرون د روس سفير ده ته په همدې مسلې د وضاحت ورکولو لپاره ورغلی وو.

"پروني ملاقات کې د روسي سفیر په وضاحت کې دا وو چې کابلوف داسې کومه خبره نه‎ ده کړې چې موږ له طالبانو سره مرستې کوو بلکې د هغه په خبره له طالبانو سره يې یو تماس نيولی وو. ده ويل چې هغه هم په دې خاطر چې زموږ یو پیلوټ بندي و او موږ هماغه وخت چې د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار دادفر سپنتا و، موږ اجازه اخیستې وه او تماس مو نیولی و."

د افغانستان د ملي امنيت اوسنی سلاکار حنيف اتمر څه موده مخکې مشال ريډيو سره په يوه ځانګړې مرکې کې ويلي وو چې په بېلابېلو ملاقاتونو کې يې روسانو ته ويلي چې تجربو ښودلې چې د وسله والو ډلو سره اړيکې د هيچا په ګټه نه دي.

حنا رباني کر
حنا رباني کر

دوه ورځې مخکې مشال ريډيو سره خبرو کې د پاکستان د بهرنيوو چارو پخوانۍ وزيرې حنا رباني کر هم ويلي وو چې په سيمه کې بايد د جګړو سيالي او د لاس پوڅو وسله والو ډلو استعمال ختم او پر ځای یې اقتصادي همکاري زياته شي.

د ضمیر کابلوف څرګندونو د افغان پارلمان د غړو له سخت غبرګون راپارولې وو. همداراز په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن روس او ايران تورن کړيچې په افغانستان کې وسله‎والو طالبانو ته مشروعيت ورکوي او ترې ملاتړ کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا په دې وروستیو کې ویلي چې دوی په‎ دې مسلې غلي نه دي پاتې شوي او وړاندې تر دې یې روسي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د حنيف اتمر سره د بشير ګواښ مرکه

حنیف اتمر: پاکستان رانه غوښتي چې طالبانو سره خبرې پيل کړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:51 0:00

XS
SM
MD
LG