د خوست د شیخ زاید پوهنتون چارواکې وايي چې سږ کال د یاد پوهتون له ۱۲ بېلابېلو پوهنځیو څخه ۱۸۵۰ تنو ځوانانو د څلور کلنې تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
امنیتي چارواکي وايي، چې د خوست ښار په یوه کور کې يې د مخابراتي غلاوو یوولس د سیم بکسونو دستګاوې او د بیلابیلو مخابراتي شبکو زرګونه سیم کارتونه نیولي دي.
په کابل کې د ولسي جرګې د یوه غړي پر کور د تېرې شپې په انتحاري او بیا وروسته په وسلهواله حمله کې اته تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
د ننګرهار ولایتي ادارې د یوې غونډو په ترڅ کې د دغه ولایت د ملي امنیتي ځواکونو يو شمير سرتيري د هغوی د ښو لاسته راوړنو له امله په ستاینلیکونو ونازول.
په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې شبکې مشران وايي، که څه هم د افغان حکومت رهبري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اراده لري او دې کار لپاره يې په لوړه کچه ځنې اقدامات کړي، خو لا هم پدې برخه کې ستونځې موجودې دي او ملي اقتصاد ته يې درنه ضربه ورکړې ده.
د دوشنبې په ورځ په پکتیکا کې د کرنې انستیتیوت لپاره نوې ودانۍ له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.
له کابله د ورغلي پلوي مشر ستر جنرال سید عبدالغفار سید زاده وویل، په دغه قضیه کې چې هر چا غیر مسوولانه لاسوهنه کړې ده، هغوی به هم ونیسي او څارنوالي ته به يې د پلټنو لپاره ولېږي.
'د خلبیسات په سیمه کې دا دېرش بستریز روغتون به د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتلسو میاشتو په موده کې تکمیل شي. له دې به د علیشېرو، تریزیو، صبریو، یعقوبیو، د باک او ان د ځاځي میدان ولسونو برخمن شي
د کندهار امنیه قوماندان وايي چې په دا وروستیو کې یوشمېر طالب مشران له خپلو کورنیو سره یوځای هلمند ته ورستانه شوي دي.
د کډوالو نړیواله ورځ په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې دغه ولایت ته راستانه شوي کډوال د سرپناه د ستونزې ترڅنګ نورې ګڼې ستونزې هم لري.
په افغانستان کې د هغې نجلۍ پلار د عدالت غوښتنه کوي چې دده په وینا په ننګرهار کې یو تن چې دی یې زورواکی بولي، په دوو لوڼو باندې په یوه شپه نکاح تړلې ده.
په ننګرهار کې د باروړونکي لاريو د اتحاديې احتجاج نن په پينځمه ورځ هم دوام لري. د باروړونکو لاریو مالکان او ډریوران وايي چې د دوی احتجاج به تر هغې دوام وکړي څو پورې چې يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویل شوی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته