د خوست د ګربزو ولسوالۍ اړوند په ګلان کېمپ کې میشت وزیرستاني کډوال د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي، چې د کډو واپسۍ لپاره دې غلام خان لاره پرانیزي.
په خوست کې د عامې روغتیا په چوکاټ کې د پولیو پر ضد د واکسینو د ادارې مسوولین وايي، چې نن چهارشبنه يې د یاد ولایت د ګربزوولسوالۍ په ګلان کیمپ کې د وزیرستیانیو کډوالو خواوشا اوه زره هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دی، د پولیو د ناروغی شپږ ورځنۍ کمپاین پیل کړ.
په اعلامیه کې د جنرال غوري مړینه د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د خلکو لپاره ستر زیان بلل شوی دی.
سره له دې چې د لوګر د ټولګټو جارو ریاست په وینا روان لمریز کال کې يې د سړکونو په برخه کې د (۱۳۰۰) میلیونه افغانیو په قیمت پروژې پلي کړي او د ځنو يې عملي کارونه روان دي، ولې بیا هم د یاد ولایت د ډیریو سیمو خلک وايي، چې ددوی منطقې اساسي سړکونه نلري.
د لوګر ولایت چارواکي وايي، چې تر دې وروسته به نوې پرمختیايي پروژې د خلکو د غوښتنو او سلا مشورو په رڼا کې انتخابوي او اړوندو وزارتونو ته به يې د منظورۍ لپاره لیږي.
ارګ وايي چې ولسمشر غني بلخ کې د دې ولایت له دولتي چارواکو او د مدني ټولنې له فعالانو سره په خبرو کې له ترهګرۍ سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی دی.
په ننګرهار کې د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي د مخنيوي په غرض شپاړس ورځنی کمپاين پیل شو. چارواکي وايي چې لا هم په لرو پرتو سيمو کې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ترکمنستان له اته مراده د افغانستان تر اقينې بندره د رېل پټلۍ پرانیستله.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي پرګلبدین حکمتیار د تعزیراتو له لرې کیدو وروسته به د ملا رسول اخند او ملا منان نیازي په مشرۍ له طالبانو سره خبرې پیل کړي.
وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر اشرف غني دا لیده کاته په عشق اباد کې د ملګرو ملتونو د پایداره ټرانسپورټ نړیوال کانفرنس په څنډه کې کړي دي.
افغان کډوالو د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې په اړه مشال راډیو ته وویل چې یاد حکومت باید دوی ته د ستنېدو لپاره اوږد وخت ورکړي.
په شمالي وزیرستان کې سوداګر خوشاله دي چې له افغانستان سره د تجارتي لارې له ممکنه پرانیستنو سره به یې کاروباري هلې ځلې یو ځل بیا وغوړېږي او خلکو ته به روزګار ترلاسه شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته