په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې شبکې مشران وايي، که څه هم د افغان حکومت رهبري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اراده لري او دې کار لپاره يې په لوړه کچه ځنې اقدامات کړي، خو لا هم پدې برخه کې ستونځې موجودې دي او ملي اقتصاد ته يې درنه ضربه ورکړې ده.
د دوشنبې په ورځ په پکتیکا کې د کرنې انستیتیوت لپاره نوې ودانۍ له جوړولو وروسته پرانیستل شوه.
له کابله د ورغلي پلوي مشر ستر جنرال سید عبدالغفار سید زاده وویل، په دغه قضیه کې چې هر چا غیر مسوولانه لاسوهنه کړې ده، هغوی به هم ونیسي او څارنوالي ته به يې د پلټنو لپاره ولېږي.
'د خلبیسات په سیمه کې دا دېرش بستریز روغتون به د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتلسو میاشتو په موده کې تکمیل شي. له دې به د علیشېرو، تریزیو، صبریو، یعقوبیو، د باک او ان د ځاځي میدان ولسونو برخمن شي
د کندهار امنیه قوماندان وايي چې په دا وروستیو کې یوشمېر طالب مشران له خپلو کورنیو سره یوځای هلمند ته ورستانه شوي دي.
د کډوالو نړیواله ورځ په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې دغه ولایت ته راستانه شوي کډوال د سرپناه د ستونزې ترڅنګ نورې ګڼې ستونزې هم لري.
په افغانستان کې د هغې نجلۍ پلار د عدالت غوښتنه کوي چې دده په وینا په ننګرهار کې یو تن چې دی یې زورواکی بولي، په دوو لوڼو باندې په یوه شپه نکاح تړلې ده.
په ننګرهار کې د باروړونکي لاريو د اتحاديې احتجاج نن په پينځمه ورځ هم دوام لري. د باروړونکو لاریو مالکان او ډریوران وايي چې د دوی احتجاج به تر هغې دوام وکړي څو پورې چې يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه وي ویل شوی.
د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې دوه زره کسانو ته د کډوالو په ښارګوټي کې د کورونو د ابادولولپاره د ځمکو وېش پیل شو.
د ننګرهار امنیتي چارواکي دعوه کوي چې د قبایلي سيمې خیبر ایجنسې باړې سره تعلق لرونکي دوه تنه چې ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي ول، په جلال اباد ښار کې نیولي دي.
د چارشنبې په ورځ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د حکومت لخوا (۹۸۳) تنو ښوونکو ته د کورونو د ابادولو لپاره ځمکې ورکړل شوې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته