د هند په امرتسر کې د دسمبر په څلورمه نېټه د اسيا زړه کانفرنس کې افغان او هندي چارواکیو يو ځل بيا پر پاکستان تورونه پورې کړل چې د ترهګرۍ ضد پاليسې يې په دوه مخيتوب ولاړه ده. اسلام اباد دا تورونه ردوي.
د ننګرهار ولایتي ادارې د توحید ټولنيزو او پراختیايي چارو له موسسې سره د ځوانانو تړون د نوښت تر سرلیک لاندې يو قرارداد لاسليک کړ چې له مخې به يې د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د کليوالي پرمختیا، فلاح او بهبود لپاره د ځوانانو شوراګانې جوړې شي.
که څه هم اروپايي هېوادونو پر خپلو پولو څارنه سخته کړې خو بیا هم د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۶ م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۰ زره او ۳۰۰ افغانانو په اروپایي هېوادونو کې د اوسېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د بیکاری د کچې د ټیټولو لپاره به د حروفوي زده کړو د اوسنیو مراکزو شمېر دوه برابره کړي.
د افغانستان سولې او ثبات په اړه د ایشیا زړه هېوادونو په شپږمه ناسته کې افغان ولسمشر يو وار بيا پاکستان له هغو وسله والو سره په مرسته تورن کړ چې دا مهال په افغانستان کې فعاله دي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د هند د پنجاب ایالت امرتسر ښار کې ”د اسیا زړه – استانبول پروسه“ شپږم کنفرانس په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره وکتل.
د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لویې لارې پروژې په پاکستان کې ډېری خلک دې ته هڅولي دي چې چینايي ژبه زده کړي، څو په دغه لویه پروژه کې ځان له کار روزګار وموندلی شي.
د افغانستان د روغتیا چارواکي وايي چې د ۱۹۸۹ میلادي کال راهيسې په ټول افغانستان کې ۲۰۲۷ تنه د ايچ، ای، وي، ایډز په ناروغۍ اخته شوي چې ۶۳ سلنه يې نارینه او ۱۷سلنه يې ښځینه دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په میدان وردګ ولايت کې د طالبانو په لاس د يوه زده کوونکي په دار ځړول ستر جنایت بللی او پولیسو ته یې حکم کړی چې په دغه ځای کې دې د وسله والو خلاف سخت عمليات وکړي.
نن د هندوستان په امرتسر کې د افغانستان په اړه ايشيا زړه کنفرنس پيل شو. په پېل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي وزيراعظم نريندرا مودي خبرې وکړي او د ترهګرۍ د ځپلو تر څنګ يې د اقتصادي اړيکو په زياتولو زور راوړ.
افغان چارواکو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په میدان ورګ ولایت کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د يو زده کوونکي اعدامول په سختو ټکو کې غندلي دي. دوی دا وژنه غير اسلامي بللي چې په وينا يې هيڅ جواز نه جوړيږي.
د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست د معلولینو نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته