د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کرنې په برخه کې سل شنې خونې پرانیستل شوې


یادې شنې خونې چې د خوست د دریو مرکزي اداري واحدونو په ګډون د اسماعیل خېلو او مندوزیو، تڼیو، ګربزو او ځاځي میدان په ولسوالیو کې جوړ شوي، د چارواکو په وینا به هر کال ۶۵۰ ټنه سبزۍ او ترکاری مارکيټ ته وړاندې کوي.

خوست والي په اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د یو شمېر شنو خونو د پرانیستې پر مهال مشال راډیو ته وویل، چې

((د خوست د دریو مرکزي واحدونو په شمول څلور ولسوالۍ چې مجموعاً ۷ واحدونه کیږي، ۱۰۰ بابه شنې خونې چې یو شمیر يې جوړې شوي او موږ تاسو ولیدلی او پاتې به يې انشاالله په څو میاشتو کې جوړیږي، دا یوه مهمه پروژه ده، زه ژمنه درکوم چې د دې په سهي تطبیق سره به په خوست کې د کرنې په برخه کې یو تحول رامنځته شي، د ګرین هاوسونو مجموعي قیمت ۴۰ میلیونه افغانۍ او یا د هغې معادل ۶ لکه ۶۰ زره ډالر دي.))

د خوست د کرنې رييس سمیع الله نصرت وویل، چې د دې سلو شنو خونو تر څنګ ورته د پنځوسو نورو شنو خونو د جوړلو بودجه هم راغلې، چې د جوړولو کارونه به يې ډېر ژر پیل شي:

((دا شنې خونې پخوا په خوست کې پدې معیاري شکل باندې مروجې نه وې، اوس موږ د مسلکي ټیم په مرسته او همکارۍ باندې پدې ډول اساسي شکل باندې د ګرین هاوسونو د افتتاح شاهدان یو.))

په خوست کې د کرنې د ودې او کلیو د پراختیا مسوول حیات وزیر عرفان وویل، چې په یاد ولایت کې د خلکو او بزګرانو ته په کتو پدې اندازه د شنو خونو جوړول او د نورو کرنیزو پروژو پلي کیدنه بسنه نه کوي او باید اړوند وزارت خوست ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

((په هر ګرین هاوس کې اویا سلنه زموږ اداره او دېرش سلنه يې هغه څوک ورکوي، چې پدې برخه کې پانګونه کوي، د خوست خلک پدې بخش کې ډېره زیاته لیوالتیا لري، کوم امکانات چې موږ يې په لاس کې لرو دا د دوی لپاره پوره والۍ نه کوي.))

په خوست کې د CARD-Fيا د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام مسوولين وايي، چې لدې سربیره د غوښينو چرګانو او د شاتو مچيو د روزلو په برخه کې هم کار کوي.

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د خوست د کونډیو په سیمه کې د څلورو لکو ډالرو په بیه د چرګوړو د ویستلو د ماشین پرانیسته هم وشي.

XS
SM
MD
LG