د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو اېن ډي پي به په ټول افغانستان کې د ښځو ستونزې اواروي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې عمومي مشر الوارو رودریګس
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې عمومي مشر الوارو رودریګس

د ملګروملتونو پراختیایي اداره غواړي په خپل مالي لګښت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو ستونزو اواري په موخه د جنس (نر او ښځه) ترمنځ پر برابرۍ ولاړې ټولنې جوړه کړي.

په افغانستان کې د یو اېن ډي پي عمومي مشر الوارو رودریګس د چارشنبې په ورځ د جندر مساواتو په پرانیست غونډه کې وویل چې؛ دا ټولنې به د نوې ټېکنالوژۍ له لارې د ښځو ستونزو په راکمولو او اورولو کې مرسته وکړي. نوموړي وویل چې په افغانستان کې د جنس یا جېنډر مساواتو غونډې به د هغوی پر ستونزو لکه سوله او امنیت، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي، عدالت ته د ښځو لاسرسۍ، د مشرتابه، روغتیا، اقتصاد، زده کړو، خوندي خوړو په برخو کې کار وکړي.


د رودریګس په خبره له تېرو دولسوو کلونو راهیسي ګڼ بنسټونه د ښځو پروړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه کوي خو بیا هم په افغانستان کې له ښځو سره زور زیاتی روان دی.

همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د چارو مشرې انګبورګ ګسلیدویتور وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونو ګڼې فعالانې موجودې دې خو دوی غواړې چې د نوې ټېکنالوژي په مټ د ښځو ستونزې را ټولې او په دغه هېواد کې دننه او بهر یې له کارپوهانو سره شریکې کړي.

د افغانستان جندر برابرۍ ټولنې به په هېواد کې له ښځو سره د آنلاین شبکې او په مخامخ ډول، د ښځو ظرفیتونو لوړولو، د سولې په برخه کې د جندر مراعاتولو او د ښې حکومتدارۍ په برخه کې کار وکړي.

څه موده وړاندې یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې له افغان چارواکیو څخه وغوښتل چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ختمولو قانون پلی کړي.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت وايي، دا ټولنې به د کارپوهانو په مرسته د جېنډر [جنس] ته پر ورپېښو مسایلو ښځو ته سلا مشورې ورکړي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله سیده مژګان مصطفوي وایی چې په تېرو یوولسو کلونو کې د ښځو لپاره ډېر کارونه شوي خو څرګندوي چې لا هم په دې برخه کې ډېرې ستونزې شته.

هغېوویل، دا ټولنې باید د افغانستان لرو پرتو سیمو او کلیو کې فعالیت وکړي چې هلته افغان میرمنې په خپلو حقونو پوه شي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې تایید کړه چې؛ د ښځو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي خو دا یې هم وویل چې یو شمېر ښځې لاهم له ډېرو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دي.

کتونکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې پکې په بدو کې د نجونو ورکول، د ښځو وهل ټکول او په کوچني عمر د نجونو ودول شامل دي.

د دوی په باور ترڅو چې افغان حکومت د ښځو حقونو ته سمه پاملرنه و-نه- کړي نو هغوی به همداسې له کړاونو او ناخوالو سره مخامخ وي.

مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG