د لاسرسي ځای

خوست: ټپیانو ته د بیړنیو روغتیايي خدمتونو مرکزونه جوړ شول


د خوست په ښار او د تریزیو او علیشیرو په ولسوالۍ کې د ټپیانو لپاره د بیړنیو خدمتونو په خاطر د دوو مجهزو روغتیايي مرکزونه پرانیسته وشوه.

همدارنګه د وزیرستانیو کډوالو سره د بیړنیو روغتیايي مرستو په خاطر دوو ثابتو کلینکونو او دوه موبایل صحي ټیمونو هم له جوړیدو وروسته خپل فعالیتونه عملاً پیل کړل.

د خوست چارواکي وايي، چې پدې دواړو پروژو څلور لکه ۲۸ زره امریکايي ډالر لګښت شوی او موخه يې داده چې د بیړنیو واقعاتو پر مهال د ټپیانو او ناروغانو سره لومړنی مرستې وکړي او بیا يې وروسته په اطمینان سرهد درملنې لپاره روغتونونو ته ولیږدوي.

خوست والي حکم خان حبیبي د عامې روغتیا ریاست د ودانیو په یوه برخه کې د تروما د بیړنیو مرستو د مرکز د پرانیستې پر مهال مشال راډیو ته وویل:

((دوه بابه د عاجلو واقعاتو مرکزونه دي، چې یو يې دلته د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې ده او دویم يې د تریزیو او علیشیرو په ولسوالۍ کې ده، چې مجموعي قیمت يې ۱۴۸ زره امریکايي ډالر ده، د دې ترڅنګ به دوه عرادې امبولانسونه د دوی په خدمت کې وي او دا به د عاجلو واقعاتو په برخه کې زموږ هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي، پاتې دې نه وي چې دا پروژې د یونچا UNOCHA په مالي مرسته او هیلت نیت Health Netچې تطبیقونکي موسسه ده د دوی په چوکاټ کې به دا پلي کیږي.))

خوست والي د همدې پروژو په چوکاټ کې د وزیرستانیو کډوالو لپاره هم د ورته مرکزونو د فعالیتونو د پیلیدو خبره وکړه:

((د مهاجرینو لپاره هم دوه ثابت کلینیکونه دي، چې یو يې د ښار په منځ ازادۍ مینه کې او دویم يې د تڼیو ولسوالۍ په لېژه سیمه کې دي، دوه موبایل ټیمونه دي چې یو يې د لکڼو لپاره او بل يې هم د سپیرې او تڼیو لپاره ده، چې قیمت يې دوه لکه اتیازره امریکايي ډالر کیږي، البته د دواړو پروژو قیمت څلور لکه ۲۸ زره امریکايي ډالر ده.))

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وویل، د دې مرکزونو وظیفه یواځې دا نده چې په مرکز کې به د ټپیانو سره لومړنۍ مرستې کوي، بلکې د پيښې او چاودنې ځای ته په بیړه ځانونه رسوي او په هماغه ځای کې به ټپیانو سره کمک کوي:

((نه تنها دوی به همدلته فعالیت کوي، خدای مکړه که په ښار کې د هر ډول انفجار غږ دوی اوري، د دغو امبولانسونو او مسلکي کسانو نه په استفادې سره به دوی محل د واقعې ته ځان رسوي، هلته به د زخمیانو سره په عاجلو واقعاتو کې کمکهای اولیه به ورسره کوي.))

د خوست د ولایتي شورا یو تن غړی قمرعلي لکڼوال وايي، د خوست ولایتي او تخصصي روغتون له ښار څخه څو کیلومتره لیرې دی او پخوا دا ستونزمنه وه، چې د پيښو په حالت کې ټپیان ژر تر روغتونه ورسول شي:

((د خوست ولایتي روغتون څو کیلومتره لیرې د ښار څخه قرار لري، په همدې وجه د خوستیانو غوښتنه دا وه او د صحت عامې د ډاکټرانو هم دا غوښتنه وه چې داسې یوه عاجله خونه چې په عاجلو حالاتو کې بیړنۍ رسیده ګي وکړي، د همدې ارمان لپاره یو ډېر اساسي ګام دی.))

که څه هم یو شمېر کسانو په خوست کې د بیړنیو روغتیايي مرستو د مرکزونو جوړول یو اړین او ضروي کار وباله، خو بلخوا بیا ځنې کسان پدې نظر ول، چې په یاد ولایت کې تر دې هم د ماشومانو د درملنې اختصايي مرکزونو او روغتونو ته اړتیا ډېره ده، ځکه اصلاً په خوست کې د ماشومانو داسې روغتونونه چې ۲۴ ساعته خدمتونه ولري او په مسلکي پرسونل او مجهزو وسایلو سمبال وي، په نشت حساب دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG