د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د رضا کارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه


د چارشنبې ورځې ناوخته د خوست چارواکو په یاد ولایت کې د رضا کارانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د ښار په پاکوالو، د ځنګلونو په ساتنه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون د ځنو ناسمو دودونو په له منځه وړلو خپله ونډه پراخه کړي.

یاده لمانځغونډه چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت په نووښت د لسګونو ځوانانو، ښځو، نجونو او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه، یو شمېر کسانو په کې په رضاء کارانه ډول د ځنو ټولنیزو او بشري خدمتونو د ترسره کولو ژمنې وکړې.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د رضا کارانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ځايي ادارې لخوا له خلکو یو شمېر غوښتنې مشال راډیو ته داسې وښودې:

((په دې ورځ د ولایت مشرتابه په ټول ولس باندې غږ وکړ، چې د خوست د ابادۍ او اتحاد لپاره همدارنګه د ځنو ناوړو دودونو د له منځه وړولو لپاره چې هغه همیشه زموږ د خویندو او وروڼو د ژوند پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل شوي، د هغې د له منځه وړلو لپاره په یو غږ کار وکړي، د ښار د پاکوالي په برخه کې او د ځنګل وهنې د مخنیوي په برخه کې باید په یو غږ سره ټول ځوانان او مشران راپاڅيږي او د دې کارونو په مخنیوي کې بارزه ونډه واخلي.))

مدني فعال سلطان محمود خیرخواه، چې له څو کلونو راهیسې په رضا کارانه ډول د غریبو او بې زله کسانو سره د مرستې پروګرامونه پرمخ بیايي خپل فعالیتونه داسې په ډاګه کوي:

((په خوست کې شپږ کاله کیږي چې په رضا کارونه ډول سره کار کوم، دوه پروګرامونه مې درلودل د مظلومې سلګۍ په نوم سره د دې پروګرام له لارې مې ۴۳ میلیونه او درې لکه افغانۍ راټولې کړي دي او بې وسه او بې وزله کورنیو سره مې مرسته کړې ده، درې سوه شاګردان مې له فیس پرته په خصوصي ښوونځیو کې شامل کړي دي.))

په خوست کې یوه بله مدني فعاله چې د روغتیا په برخه کې رضا کاره فعالیت لري وايي، د دې لپاره د دې ورځې پیغام دادی، چې خپل رضا کاره فعالیتونه به نور هم چټک کړي:

((شمیم څانګه یم، شپږ کاله کیږي چې د سرې میاشتې سره یوه رضاء کاره پاتې شوې یم، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې مرسته کوو، هغه څوک چې مار يې وچیچي، هغه څوک چې زخمي شي، موږ د هغو سره د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې کمک کوو، ژمنه کوو چې دا پروګرام له لا ښه پرمخ بوځم.))

د نظر خاوند فیض الله غمخور وړاندیز کوي، چې د رضاء کارو فعالیتونو د ترویج او په ټولنه کې د دې فرهنګ د دودولو لپاره دې د ځوانانو چارو معینیت سیستماتیک او اساسي کار وکړي:

((زما هیله او غوښتنه به داوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت په خپلو اړوندو ریاستونو کې د دا ډول کارونو د ترتیب او تنظیم په خاطر واړه مدیریتونه ایجاد کړي، تر څو خلک دا ډول کارونو ته وهڅول شي او وروسته د ولس په فرهنګ بدل شي او کارونو څخه يې په سمه توګه څارنه وشي.))

یاده دې وي، په همدې ورځ په لوګر کې هم د رضا کارانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سلګونو کسانو په ګډون د ښاروالۍ ریاست لخوا د ښار د پاکولو حشر ترسره شو.

د لوګر ښاروال عصمت الله لعل زی وايي، حکومت او د ښاروالي د تنظیفاتو څو کارکوونکي په یواځې توګه ښار او چاپیریال نشي پاکولی، پدې برخه کې د خلکو او ښاریانو عملي مرسته حتمي ده او باید ترسره يې کړي.

XS
SM
MD
LG