د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې به د میاشتې یولک ۵۸ زره چرګوړي تولید شي


د جمعې په ورځ په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام CARD-F له خوا د څلور لکه او ۲۴ زره امریکايي ډالرو په پانګونه د چرګوړو د ویستلو د ماشین او نسلي چرګانو د فارمونو د جوړولو کار پیل شو.

خوست والي حکم خان حبیبي د کونډیو د صحرا باغ په سیمه کې چې یاد فارمونه په کې جوړیږي، پدې اړه مشال راډیو ته وویل، چې د چرګوړو د تولید ماشین به هره میاشت یو لک ۵۸ زره چرګوړي تولیدوي اود دې پروژو په پلي کېدو سره به زموږ خلک له بهره د غوښینو چرګانو له واردولو خلاص شي.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

((د څلور لکه او ۲۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت باندې د هېچري یا د کوچنیو چروګوړو د تولید فابریکه ده، همدارنګه د لس زره نسلي چرګانو فارمونه دي، چې چارې يې عملاً پیل شوې، د د ې پروژو په تطبیق سره به د نورو هېوادونو د غوښینو چرګانو د واریدیو نه خلاص او انشاالله په نږدې راتلونکې کې به په خپل ځان متکي اوسیږو، ده به په یوه میاشت ک ۱۵۸ زره چرګوړي تولیدوي او دا چرګوړي به بیا زموږ نورو کوچنیو فارمونو ته ورکوي.))

خوست والي د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په باب وویل، چې پخوا چرګوړي له بهره واریدل، چې له یوې خوا يې په لاره کې ضایعات درلودل او بل لوري ته يې بیې هم لوړې وې:

((تر دې وړاندې خوست ته کوچني چرګوړي له پاکستانه واریدیل، چې په خپله برخه کې يې د لارې په اوږدو کې ضایعات او لوړ قیمت لاره، ولې د دې فابریکې په ایجاد سره به دا ستونځه نه یواځې په خوست کې بلکې امیدواره یم چې په ګاونډو ولایتونو کې هم حل شي.))

په خوست کې د کارډیف موسسې مسوولین وايي، چې د دې پروژو پنځوس سلنه لګښت شخصي پانګوال او پنځوس سلنه نور لګښت یاده اداره پر غاړه لري.

د کرنې او مالدرای رييس سمیع الله نصرت په وینا خوستي پانګوال په ځانګړي ډول د کرنې او مالداری په سکټور کې پانګونې ته لیوالتیا لري او د حکومت څخه یواځې د زمینو برابرول غواړي:

((په خوست کې ډېر سرمایه دار کسان شته چې غواړي په خپل ګلالي خوست کې پانګونه وکړي، دوی د حکومت نه یواځې د کار زمینه غواړي، چې دا به انشاالله زموږ د کرنې د سکټور په وده کې مثبت رول ولري، او د نورو ګاونډیو هېوادونو او ولایتونو چې کوم چرګوړي دلته راځي، د هغو به مخه ونیول شي او زموږ خلک به وتوانیږي، چې د خپل تولید چرګوړي په خپل ځای کې استعمال کړي.))

په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې يې د غوښینو چرګانو سل فارمونه، د کورنیو چرګانو دوه سوه فارمونه، د هګیو او چرګانو مجهز مارکیټ، د چرګانو کلینیک، یو سلو پنځوس شنې خونې او د شاتو د مچیو د سلو فارمونو جوړول يې په پلان کې دي، چې د امهال د ډيریو فارمونو د جوړولو عملي کارونه روان دي.

XS
SM
MD
LG